افغانستان

ذبيح الله مجاهد: د پاکستاني طالبانو موضوع زموږ نه، بلکې د پاکستان ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ وږي، ۱۴۰۰ل): د طالبانو وياند او د فرهنګي کمېسيون مشر ذبيح الله مجاهد ويلي، د پاکستاني طالبانو موضوع د افغانستان نه، بلکې د پاکستان ده او د پاکستان حکومت، علماء او ديني حلقې بايد په دې اړه خپل دريځ ولري.

ښاغلي مجاهد د پاکستاني ټلويزون جيو نيوز له نطاق سليم ساپي سره د خبرو پر مهال ويلي، دوی له پخوا دا خبره روښانه کړې، چې د افغانستان خاوره به د ګاونډيانو په شمول د هېڅ بهرني هېواد پر خلاف نه کارول کيږي.

طالب وياند زياته کړې، که پاکستاني طالبان د دوی مشر شيخ هبة الله اخندزاده خپل امير او مشر مني، نو بايد د هغه خبره هم ومني.

سليم ساپي له ښاغلي مجاهد څخه پوښتنه وکړه، چې ايا د افغانستان طالبان به له پاکستاني طالبانو غوښتنه وکړي، چې د پاکستان پر ضد له جګړې لاس واخلي که نه؟ د طالبانو وياند ځواب ورکړ، چې د پاکستاني طالبانو موضوع د افغانستان نه، بلکې د پاکستان ده او په دې اړه پرېکړه او تګلاره هم بايد پاکستان جوړه کړي.

ذبيح الله مجاهد زياته کړې، چې د پاکستان علماء، ديني حلقې او حکومت بايد په دې اړه خپله پرېکړه او تګلاره ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرقیب

ښه جواب یې ورکړی دی! د هوښیار سړي ګرسره جار سم.

طوطی

ښه ځواب وطنه، کور آباد. بله خبره که ځواب په دا شان وای خو ډیر به یی خوند کړی وه: اوس دی د پاکستان علما او دینی حلقی خپل غږونه خلاص کړی او پوه شی چی جهاد چیری روا دی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx