
د امريکا ولسمشر يو ځل بيا د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د چاودونو خبرداری ورکړی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ وږي، ۱۴۰۰ل): د امریکا متحده ايالتونو ولسمشر جو بايډن يو ځل بيا خبرداری ورکړی، چې د کابل حامد کرزي هوايي ډګر ته څېرمه چاودنې کېدای شي.
دوه ورځې مخکې هم د کابل هوايي ډګر ته څېرمه دوو چاودنو د ۱۳ امريکايي او ۲ پوځيانو په شمول ۱۷۰ کسان وژلي او له سلو زيات يې ټپيان کړي وو.
له دغو چاودنو دوه ورځې مخکې هم د امريکا ولسمشر د چاودنو خبرداری ورکړی و او اوس يې يو ځل بيا د چاودنو وړاندوينه کړې ده.
خو له خونړيو چاودو وروسته د کابل هوايي ډګر شاوخوا کې زرګونه کسان امريکا او نورو غربي هېوادونو ته د تګ لپاره هماغسې په ګڼ شمېر کې ولاړ دي او اوس هم هڅه کوي، چې امريکا او کاناډا ته لاړ شي.
امريکايي رسنيو د ولسمشر جو بايډن له قوله ليکلي، چې تر راتلونکو ۲۴ تر ۳۶ ساعتونو پورې د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د چاودنو قوي امکان شته.
جو بايډن ويلي، امريکايي قومندانانو د باوري معلوماتو پر بنسټه ده ته معلومات ورکړي، چې په راتلونکو دوو ورځو کې د قوي چاودنو امکان شته.
د يادونې وړ ده، چې وړمه شپه د امريکا دفاع وزارت «پنټاګون» ویلي و، چې د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد په شپږمه ناحيه کې يې د داعش ډلې هغه قومندان وژلی، چې د کابل پر هوايي ډګر يې د برید پلان جوړ کړی و.
د چاودني د وړاندویني سره یوه با مسئولیته مرجع په خپله قلمرو کي د ولسي ژوند د ضایعې د مسئولیت څخه نه سي سبکدوشه کیدلای. او بیا په ننګرهار کي د طالبانو تر کنټرول لاندي ساحه کي ډرون برید کیږي او د طالبانو مشرتابه هیڅ عکس العمل نه ښکاره کوي. دا خو څرګنده موضوع ده چي امریکایان غواړي چي بې ضرورته راغلي افغانان د هوایي ډګر څخه منع کړي او د دغه ډول غیر مستقیم ګواښ څخه کار اخلي. د اسلامي امارت مسئولیت جوړیږي چي د هوایي ډګر شاو خوا ساحات کنټرول کړي او د ناکافي اسنادو سره یوځای راغونډ… نور لوستل »
طالبان باید ژر تر ژره د حالاتو کنترول لپاره د متخصصو افرادو سره مشوره وکری چی په داسی حالت کی سنګه عاجل اقدامات وشی. طالبان کولای شی حالات کنترول کری خو امریکی ته د طالبانو دضعف نقاط معلوم دی. زما په نظر امریکا اوس نوی لوبه شروع کری او دا هر سه ددوی له خوا کیدونکی دی. طالبان باید سو حفاظتی کمربنده تر میدان پوری ولری جی په هرکمربند کی تلاشی دیره دقیقه وی. زه فکر کوم چی امریکی د چادونو لپاره مخکی لمخکی اماده ګی نیولی او چادیدونګی توکی یی زای پر زای کری اوس نو موقع ته په… نور لوستل »
طالبانو ته مشوره: اول: حفاظتی کمربندونه زیات کری او خپل د افرادو تجمع کی هم احتیاط وکری. دوهم: سیکوریتی کمری چی مصرف یی هم دیر لژ دی او ژر فعال کیزی ولګوی تر سو د ممکنه چاودنی نوعیت معلوم شی. دریم: زه فکر کوم چی دا کار خپله امریکا کوی تول هغه زایونه چی امریکای عسکر پکشی وه دیر دقیق چیک شی. سلورم: کیدایشی چادونی یو په بل پسی وی نو که خدای مه کره یوه چادونه وشول طالبان دی دیر نه ورباندی راتولیزی د بلی شدیدی یا مشابه چادونی امکان شته دی. پنزم: میدان ته تلونکی تول خارجیان دقیق… نور لوستل »