ورزش

انګلستان د يوې پاڼۍ او ۷۶ منډو په ستر توپير هند ته ټيسټ کې ماتې ورکړه – ويديو

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۷ وږی، ۱۴۰۰ل): انګلستان کرکټ لوبډلې په دريمه ټيسټ لوبه کې د هند لوبډلی پر وړاندې په زړه پورې کارکردګي وښوده او سيال لوبډلې ته يی د يوې پاڼۍ او ۷۶ منډو په ستر توپير ماتې ورکړه.

په ياده لوبه کې چې ويرات کولي پچه وګټله او د توپوهنې پريکړه يې وکړه، د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو يوازې ۷۸ منډې جوړې کړې، ددوی له لوري روهيټ شرما ۱۹ او اجينکی رهانی ۱۸ زياتې منډې جوړې کړې خو نور هيڅ لوبغاړي له لسو زياتې منډې ونه کړې.

د انګلستان توپ اچونکو په ليست کې جيمز انډرسن غوره ثابت شو چې په ۸ اورونو کې يې ۶ منډې ورکړې او درې مخکښ لوبغاړي يې وسوځول، دغه راز کريګ اوورټن ۳، ريلي روبنسن او سام کوران ۲-۲ ويکټې واخيستې.

په ځواب کې د انګلستان اوپنر توپ وهونکو ښه پېل وکړ، روري برنز ۶۱، حسيب حميد ۶۸ او لوبډلمشر جويي روټ ۱۲۱ منډې وکړې. دوی د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو د هند د ۷۸ منډو په ځواب کې ۴۳۲ منډې وکړې.

هند په دوهمه پاڼۍ کې ښه پېل وکړ خو د روهيټ شرما، چيتشور پوجارا او ويرات کولي له نيمه سليزو وروسته يې ونشو کړای انګلستان ته هدف وټاکي او ټوله لوبډله په ۲۷۸ منډو وسوځېدله، چې په دې سره انګلستان د يوې پاڼۍ او ۷۶ منډو په توپير بريا خپله کړه او د څلورو ټيسټ لوبو سيريز يې ۱-۱ مساوي کړ.

د يادونې وړ ده چې له دې وړاندې د دواړو لوبډلو لومړۍ لوبه مساوي، دوهمه هند او دريمه انګلستان وګټله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x