نظــر

طالبه بريالی شوې خو پام به ډېر کوې

احمد منصور

طالب جانه!
پوهېږم چې له مغرورې نړۍ سره مقابله د عقل له لحاظه ليونتوب بلل کېده تا پورې نړۍ خندل چې د اوسپنې له غره سره سر وهې طالب جانه پوهېږو چې ستا بروسه او توکل په واحد ذات وو تا دا ايمان درلود چې رب به مونږ غالبوي نو ځکه شپه ورځ د جهاد په ګرمو سنګرونو کې دې تېرولې دا دی رب د فتحې تر منار را ورسولې د دې ملت واګی رب ستا په لاس کې درکړ دا اولس نن تاسره امانت دې دغه امانت ساتنه بايد په احسنه طريقه وشي طالب جانه : دا د واک جنون او مينه کله کله له خلکو خپل تېر ، راتلونکي خپل او خپلوان هېروي او د غرور او تکبر په داسې ګرداب کې را محاصره کوي چې بيا يې د وتو لار هم نه وي هماغه وي چې رب يې د قدرت ماڼۍ را ونړوي ځکه چې تکبر دا د رب څادر دی او د دې څادر د خپلولو هڅې چې څوک هم کوي رب يې رسوا او شرمنده کوي.

طالبه!
په دې اولس ډېرو واکمني کړې خو دا چې د زړونو په خپلولو کې پاتې راغلي نو آنجام يې مونږ او تاسو د سر په سترګو وکات چې د تېښتې په حالت کې د دې ملت ماشومانو په تيګو ويشتل يعنې دا دې غيور اولس د کرکې ظهارولو يوه لار وه دا چې رب ته نن د قدرت په ګدۍ کېنولې د رب نصرت خپل ، د ملګرو، تېر او همدا ډول د خپل يو صف هغه ملګري مه هېروه چې ځينې د رب په دين قربان شول او ځينو کلونه کلونه زندانو کې تېر کړل تنها د يو اسلامي نظام د نېفاذ په هيله يې دغو رجالو دومر لويې قربانۍ ته ټټر وواهه دوي هم انسانان ول کور والدين اقربا او ښه ژوند يې درلود خو دا هر څه ته يې شا کړه تنها يې دا آرمان يې په زړه وو چې له ما پاتې مسلمه امت يو اسلامي نظام وګوري.

ګرانه طالبه جانه!
ستا قربانيو ته په کامل احترام ستا د پښو خاورې له ځان بهتره بولم خو پام چې دا هېر نه کړې نن چې زه او ته د امن ژوند لرو آزاد ګرزو دا د پاکو او قبول شوو د وينو له برکته هغوي چې خيانت کړی ورته وايو چې خپل زحمات ، تکاليف خپل تللي ملګري په ياد کړه اوس هم وخت لری چې د خيانت طوق له خپلې غاړې څخه لرې کړی تر څو رب ته پاک رويه ورشې.

طالبه! دا ولس ډېر ځورېدلی ته يې دې ستړي ژوند ته هوسا شه دلته دا څلويښت کاله له سترګو د اوښکو رودونه روان ول ته يې د اوښکو پاکوونکی شه داسې څه مه آنجاموه چې له اولس سره دې واټن پيدا کړي بلکې داسې څه تر سره کړه چې اولس نور هم در نېزدې شي ټولو اولس سره دې نېک اخلاق دو چنده زيات کړه د هغوي درد حس کړه او ورته دوا شه د موټرو د تېز تللو څخه پرهېز وکړه ، په ازدحام کې له ډېرو ارنګو کولو ځان وساته ځکه تېرو واکمنو ځانونه له خلکو بهتر بلل او خلک به يې دې ته اړ کول چې لار ورکړي ځکه خو الله رب العزت هغه محوه کړل.

ګرانه طالب جانه!
په موټرو کې په جيګ آواز ترانې مه غږوی ډېر کله د خلکو د تکلیف سبب کیږي او نېک مؤمن هغه ده چې خپل بل مؤمن ورور يې د لاس او خولې څخه په امن وي يعنې چې نور خلکو په وړاندې هېڅ داسې رفتار او ګفتار ونه کړي چې د نورو د آزار لامل شي.

محترمه طالب جانه!
زما په څېر ډېر دې ښار ته ځکه راځي چې د اسلامي نظام کومې خوبيانې يې لوستلي او يا يې اورېدلي وي په عمل کې يې وګوري نو هر مشر او کشر بايد ډېر بيداره اوسی ستاسو لګه توجو ، ترحم او له کبر باغيتوب د نظام د بقاء لامل کيږي همدا ډول وړه تېروتنه مو ډېرې ستونزې زېږوي ولی شي چې ورته پام وي نور مو رب خوښ ولره دا څو کرښو درته له ليکلو بښنه غواړم خو البته د يو کوچني ليکوال په حيث مې خپل مسؤليت اداء کړ تر څو تر يوه حده د زړه خواله درسره وکړم که د ليکنې له ابتداء بيا تر پايه کوم داسې څه مې ليکلي وي چې تاسو پرې آزار شوي ياست وه مې بښی په اخر کې يوه يادونه ضروري بولم دې اولس مونږ سره ډېره ځواني وکړه د شپې ځاي راکړ آن تر دې چې دا دښمنانو له لور ستر جرم بلل کېده کورونه بمبارول او يا د کورنۍ نارينه غړي يې په کلونو زندان کې ساتل تاسو بايد د اولس دا احسان هېر نه کړی هغوي له تاسو کوم دنده نه بلکې مينه غواړي وخت په وخت يې پوښتنه کوی ځکه تاسو اوس حاکمه طبقه ياست بايد چې تر دې زيات رحم لروونکي ووسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x