افغانستان

برتانیه: که طالبان د حکومت په څېر چلند وکړي، ګډ کار ورسره کولای شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ وږي، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې هیواد د طالبانو په لاس کې دی او په نږدې راتلونکې کې ښايي نوی حکومت اعلان کړي، د برتانیې لوی درستیز جنرال «نیکي‌ کارټر» وايي، که طالبان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د یوه حکومت په څېر چلند خپل کړي، نو د برتانیې له لوري له هغوی سره ګډ کار کول ستونزمن نه دي.

کارټر سکای نیوز ته ویلي، چې له طالبانو سره ګډ کار کول کومه «غیر قانع کوونکې» خبره نه ده، که هغوی د حکومت په څېر چلند وکړي، برتانیا به ورسره ګډ کار وکړي او د داعش په له منځه وړلو کې به یې لاس ونیسي.

دده په خبره « که طالبان داسې یو چلند خپل کړي، کوم ډول چلند چې یو عام حکومت له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې کوي، نو له هغوی سره ګډ کار کېدای شي، مګر موږ به انتظار پاتې شو او وبه وینو.»

کارټر ادعا کړې چې لا هم له افغانستان څخه خطرات متوجې دي او داعش ډله په یاد هیواد کې موجوده ده.

برتانیه داسې مهال له طالبانو سره ګډ کار کولو ته لیوالیتا ښيي، چې هیواد د طالبانو په ولکه کې دی او داسې انګیرنې شته چې ښایي په ډیرو کمو ورځو کې نوی حکومت اعلان کړي.

طالبان وایي، حکومت به یې له ټولو ګاونډیانو او د نړۍ او سیمې له هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي او کله هم چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د‌ نورو هیوادونو خلاف وکاروي.

طالبان ټینګار لري،‌ چې ټول هیوادونه باید له افغانستان سره عادي اړیکې وپالي او ورسره مرستو ته دوام ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

د حکومت په څیر چلند دا معنا چي د داخلي او بهرني عناصرو سره د تعهداتو په رڼا کي ځان ته راجع مسئولیتونو پر وخت او زمان او کیفي او کمي معیارونو سره سم سر ته رسول. د دوامداره مسئولیتونو د تامین لپاره دایمي منابع او کاري قوه ساتل چي د پایداره پوهنیز نظام د پلي کیدو د لاري ممکن کیږي. و غیره و غیره. لاکن دا لهجه یې د چمه ډکه ده او غواړي چي د یوه مجبور مشتري په حیث خپل هویت پټ کړي او و پلورونکي ته د یوه بې باکه او د تفریح لپاره راوتلی سیلاني… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx