ورزش

انډي فلاور د پاکستان لوبډلې د روزونکي وړاندیز رد کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ وږی، ۱۴۰۰ل): د زمبابوې مشهور پخواني توپ وهونکي انډي فلاور د پاکستان لوبډلې هغه وړاندیز رد کړی چې د روزونکي ټاکلو په حیث یې ورته کړی و.

پاکستانۍ ورځپاڼه جیو سوپر د سرچینو په حواله وايي، د پاکستان لوبډلې وروستیو ماتو ته په کتلو په ځانګړي توګه د انګلستان کمزورې لوبډلې پر وړاندې په شل اوریزو لوبو کې ماتې، غواړي د یادې لوبډلې مشر روزونکی مصباح الحق له دندې لرې کړي.

انډي فلاور چې پاکستان کرکټ بورډ ورته د روزونکي وړاندیز کړی و دغه غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې د یادې لوبډلې پرځای سوداګریز لیګونو ته لومړیتوب ورکوي.

هغه وایي، «اوسمهال زه په فرنچایز یا تجارتي کرکټ تمرکز کوم او د کومې نړیوالې لوبډلې د روزني په تکل کې نه یم».

د زمبابوې پخوانی چپ لاسی توپ وهونکی اوسمهال په پاکستان سوپر لیګ کې د ملتان سلطانز لوبډلې، د سل توپیز لیګ د ټرینټ راکیټ لوبډلې، په کارابین لیګ کې د سینټ لوشیا لوبډلې، په لس اوریز لیګ کې د دهلي بولز او په هند غوره لیګ کې د پنجاب کینګز لوبډلې د روزونکي دنده لري.

په داسې حال کې چې د پاکستان کرکټ بورډ نوی احتمالي عمومي مدیر رامیز راجا د مصباح الحق سره غوره اړیکې نه لري، خو دا به ممکنه نه وي چې د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام څخه وړاندې مشر روزونکی تغیر او پرځای یې بل روزونکی وټاکي.

باید وویل شي چې د پاکستان لوبډلې تېره میاشت د کوربه انګلستان لوبډلې پر وړاندې د درې شل اوریزو سیالۍ ترسره کړې چې انګلستان په ۲-۱ وګټلې، دغه سیریز کې چې د انګلستان لومړۍ لوبډله د کووید-۱۹ لوبو له کبله قرنطین شوې وه د انګلستان دوهمې درجې لوبډلې ګډون کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx