د نن سرلیکنه

دغور زړه بوږنوونکې پیښه د کومو اهدافو لپاره؟ – سرمقاله

نن ټکی اسیا – سرمقاله: تیره ورځ د غور ولایت په پادګاه سیمه کې یوځل بیا غیرمسؤلو وسله والوالو ۱۵ تنه بیوزله ولسي وګړي په ډیره بیرحمانه ډول ووژل.

د دغو ووژل شویو مظلومو انسانانو د جسدونو په لیدوسره د هر سالم فطرت لرونکي افغان انسان ضمیر ټکان خوري او په دې خجالت کوي چې د داسې یوه هیواد اوسیدوکی دی چې هلته انسانان دنامعلومواهدافو لپاره داسې په بیرحمي اولاپروايي سره وژل کیږي.

د غور بوږنوونکې پیښه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې د ارګون د خونړۍ فاجعې د قربانیانو وینې لا ندې وچې او بیوزله یتیمان یې لاهم په سرو سترګو ژاړي.

دا ښکاره خبره ده چې د دغسي پیښو په رامنځته کولوکې هیواد دښمنه کړۍ لاس لري ، همدغه نامرئي کړۍ غواړي د افغانانو په منځ کې د قومي ، لساني ،مذهبي او سیاسي تبعیضونو په رامنځته کولوسره د هغوی تر منځ فتني را ویښې کړې ، هغه کور ورانوونکي فتنې چې د شوروي ځواکونو تروتلو وروسته د تنظیمي وحشت پرمهال په کابل او دهیواد په یوشمیر نورو ولایتونوکې موجودې او افغانانوته یې ترخې خاطرې اوس هم یادې دي.

له ډیره بده مرغه چې د هیواد دلانجې ښکیلې غاړې د دغه ډول فتنو په مخنیوي کې په بشپړه توګه ناکامه او په ځینو مواردوکې ډیره لاپروايي کوي .
د بیلګې په ډول د غور فاجعه د دغه ولایت له مرکزنه په ۲۵ کیلومیتره واټن کې رامنځته شوې، دغه سیمه له دوو حالتونو خالي نه ده : یابه د دولت تر ولکه لاندې، او یاهم د دولت د مخالفو وسله والو(طالبانو) تر ولکه لاندې .

دغه سیمه چې دهر چا تر ولکه لاندې ده له حقوقي لحاظه په هغې کې دهرډول جنایت د پیښیدو مسؤلیت هم دمسلط جهت په غاړه دی چې هغه یې باید دعاملانو په تعقب او مجازات کې عملي اقدام وکړي.

که واقعا ښکیل لوري د دغو فتنو د مخنیوي تکل لري نو د دغې پیښې د جنایتکاره عاملینو په پیژندلو،نیولو او مجازاتولوکې باید خپل انساني او اخلاقي مسؤلیت ترسره کړي ، خو ښکیل لوري دجنایت کارانو د تشخیص او مجازاتولو په عوض کې خپل مسؤلیت یواځې په دې کې پوره بولي چې په هغې کې له لاس لرلو انکار وکړي.

چې دغه کار هیڅ اصولي او اخلاقي حیثیت نه لري او نه هم د حادثې د مظلومو قربانیانو کوم درد دوا کولای شي.

ښايي د هیواد په دغه ناورین زیږوونکي وضعیت کې تر دې وروسته هم نورې تردې بدې پیښې رامنځته شي ، مسؤلو لوریو (دولت او طالبانو) ته په کار دی چې هریو دخپل نفوذ په ساحه کې تر پیښیدو له مخه د دغسي تخریبي فتنو د جلوګیري لپاره لازم تدابیر په کار واچوي.

که هغوی نورهم له دغسي پیښوسره د یوه مسؤلانه تعامل له مخې برخورد ونه کړي او خپل مسؤلیت یواځې په هغوکې په عدم دخالت سره پوره وبولي دابه یقینا چې زمونږ د یوموټي ولس ترمنځ د قومي، لساني او مذهبي اختلافوتو اوشخړو داسې ستونزې راولاړې کړي چې خدای مکړه زمونږ هیواد به هم دعراق په څیر د تجزیې او کورورانوونکي داخلي جګړي خواته سوق او بیابه یې مخنیوي ډیر په سخته وي .

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
zghard

da awal zal da che po nunn.asia ke de haqiqat le makhe betarafana likana lwalam!

Likwal saheb, loy khuday de po deen aw donya khkwalay kra

الحاج استاذ بیانزی

زغرد صاحب ،
د نن ټکی اسیا پاڼه د حق او حقایقو د نشرولو او خپرولو پاڼه ده ، خو دا ستاسی اول ځل دی چه حق ته مو د حق په سترګه وکتلی شو یعنی د ایمان دومره اندازه درته پاتی وه چه ایله په ایله دی ته مو حق وویلی شول دا د قران وینا ده فرمایی چه دوی سترګی لری خو جق ته حق نه شی ویلی ، دوی غوږونه لری خو د حق اوریدولو وړتیا نه لری او دوی خوله او ژبه لری خو حق پری نه شی ویلی

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x