
خالد نور: دوستم او عطا نور غواړي له طالبانو سره مذاکرات وکړي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ وږي، ۱۴۰۰ل): د پخواني حکومت مارشال «عبدالرشید دوستم» او د ملیشو پخوانی قومندان «عطاء محمد نور» غواړي له طالبانو سره مذاکرات وکړي.
دوستم او عطا نور چې د طالبانو له لوري د بلخ تر نیول کېدو وروسته له هیواده وتښتېدل لا هم له یوه ناڅرګند موقعیت څخه د افغانستان د روانو حالاتو په اړه تبصرې کوي او وخت ناوخته طالبانو ته د جګړې او د هغوی په وړاندې د مقاومت ګواښونه کوي.
د عطا نور زوی «خالد نور» پرته له دې چې د خپل ځای په اړه معلومات ورکړي، رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې پلار یې له دوستم سره په ګډه هڅه کوي له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره چوکاټ جوړ کړي او د افغانستان د سیاسي راتلونکې او حکومت په اړه ورسره غږېږي.
دده په خبره، د افغانستان قضیه نظامي حل نه لري او په راتلونکي حکومت کې باید ټول سیاسي جهتونه برخه ولري.
دوستم او عطا نور داسې مهال له طالبانو سره د مذاکراتو په تمه دي، چې هیواد د طالبانو په لاس کې دی او راتلونکو ورځو کې ښایي نوی حکومت اعلان کړي.
طالبان وايي، د حکومت ټولو لوړپوړو او ټيټ پوړو چارواکو ته عمومي بښنه شوې او له ډلې هر یو چې وغواړي کولای شي هیواد ته را ستون شي او د یوه افغان په حیث ژوند وکړي.
طالبان ټینګار لري، چې له پخوانیو چارواکو څخه ځیني یې ښايي په سیاسي بهیر کې مشورتي رول ولري، خو نه غواړی داسې څېرې نظام کې رامخته کړي، چې په «ناوړو سیاسي جریانونو» کې ښکېل پاتې شوي وي او ولس ور څخه کرکه لري.
منافقین:——- وَ مِنَ النّاسِ مَنْ یَقُولُ آمَنّا بِاللّهِ وَ بِالْیَوْمِ الْآْخِرِ وَ ما هُمْ بِمُؤْمِنینَ سوره البقره آیات ۹-۱۲9 اوځینی خلک هغه دی چه وایی موږایمان راوړۍ دۍپر الله اوپرآخرت اونه دی هغوی ایمان راوړونکی یُخادِعُونَ اللّهَ وَ الَّذینَ آمَنُوا وَ ما یَخْدَعُونَ إِلاّ أَنْفُسَهُمْ وَ ما یَشْعُرُونَ 10 هغوی دوکه ورکوی الله اوهغوخلکوته چه ایمان یی راوړۍ دۍ اونه وذکوی دوکه هغوته لاکن خپلوځانونوته خوهغوی نه پوهیږی. فی قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ فَزادَهُمُ اللّهُ مَرَضاً وَ لَهُمْ عَذابٌ أَلیمٌ بِما کانُوا یَکْذِبُونَ 11 دهغوی په زړونوکی بیماری ده پس زیاته کړل الله دوی ته اودهغوی دپاره دۍ عذاب دردوونکۍ په وجه دهغوددرواغ ویلو… نور لوستل »