افغانستان

د میدان وردګو ولایت مقام له سلګونو ملکي‌ مامورینو سره نغدي‌ مرستې کړې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ وږي، ۱۴۰۰ل): د میدان وردګو ولایت مقام له اته سوو هغو ملکي مامورینو سره نغدي مرستې کړې دي، چې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان وو او په سخت وخت کې خپلو دندو ته را ستانه شوي‌ وو.

په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د تېر نظام له منځه تلو وروسته د حکومت ټول مامورین له اقتصادي‌ ستونزو سره لاس او ګریوان وو، چې د میدان وردګو ولایت مقام یې د ستونزو د حل په موخه له هغوی سره نغدي مرستې کړې دي او له هغوی یې مننه کړې، چې په سختو شرایطو کې ولس او خلکو ته خدمت کوي او دندو ته حاضر شوي.

دغه نغدي مرستې چې د میدان وردګو د والي «مولوي رحیم الله محمود» په حضور کې پر مامورینو ویشل شوې دي، په مهال یې نوموړي پر ټولو ملکي‌ کارکوونکو غږ کړی چې خپلو دندو ته را ستانه شي او د ولس چوپړ وکړي.

نوموړي ددې تر څنګ ډاډ ورکړی، چې د ټولو کارکوونکو راتلونکي معاشات به د پالیسۍ مطابق ورکول کېږي.

یاده دې وي، چې پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته هغوی پر ټولو پخوانیو مامورینو غږ کړی، چې خپلو دندو ته را ستانه شي‌ او له همدې لارې د ولس خدمت ته دوام ورکړي.

طالبانو ویلي، چې ددوی د مشر له لوري‌ د پخواني نظام ټولو مامورینو ته عمومي بښنه اعلان شوې، نو ځکه د ادارو کارکوونکي کولای شي په ډاډه زړه خپلو دندو ته را ستانه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

په دې مرستو یې سر نه سره ورځي. دولت مکلفیت لري چي د ټولو وګړو او منابعو په موثره توګه په کار اچولو سره د بهر څخه عواید راوړي او په داخل کي یې د وګړو تر منځ توزیع کړي. زموږ د تیر رژیم احمقو اقتصادپوهانو به کله پر زراعتي سکټور تورونه اچول، کله به یې معدنونو ته ورغوي ګرول او کله به ی صنعتي سیکټور ته لومکي درولې خو د تجارت سیکټور یې بیا انحصار ته پرې ایښی وو. د افغانستان واقعي اقتصادي پوټینشیال د دې هیواد سوق الجیشي موقعیت دی. زموږ په هیواد کي د اسیا د مختلفو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx