نړۍ

معمر قذافي ووژل شو ( دلیبیا ملي انتقالي شورای)

القذافي(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۲۰) دلیبیا ملي انتقالي  کونسل خبر ورکړی دي چی ځواکونو یی دلیبیا پخواني ټولواک معمر قذافي په سرت ښارکی له سختي جګړي وروسته نیولي دي، چی وروسته یی د وژونکو ټپونو له کبله سا ورکړه.

په طرابلس کی دلیبیا دانتقالي عبوري شورای ویاند له خبري رسنیو سره دخبرو پروخت وویل، دمعمر قذافي اخیرني مورچل سرت دانتقالي عبوري شورای له لوري فتحه شوی ده او له درني جګړي څخه وروسته دلیبیا پخواني ټولواک معمبر قذافي سخت ژوبل شوی چی وروسته نوموړي دسختو ټپونو له امله سا ورکړه.

نوموړي وویل څو شیبی وروسته به دلیبیا دملي انتقالي شورای مشر مصطفی عبدالجلیل دقذافي دوژني په اړه ملت ته وینا وکړي.

له بله لوري بیا دمعمر قذافي پلویانو دقذافی دوژني دخبرو تردید کړي دي، او همدارنګه  دامریکي حکومت هم تراوسه پوري دنوموړي دوژني په اړه نا خبري ښودلی ده، دروس هیواد بیا ویلي دی کچیري معمر قذافي ژوندي نیول شوی وي، دلیبیا اولس باید دنوموړي په اړه پریکړه وکړي، چی باید څه ورسره وشي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x