
محسن دوړ د نوي سياسي ګوند جوړولو اعلان وکړ
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ وږي، ۱۴۰۰ل): د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبري مشر او د پاکستان د ملي پارلمان غړي محسن دوړ د نوي سياسي ګوند جوړولو اعلان وکړ.
محسن دوړ په خپل ټويتر پيغام کې ویلي، په ټول هېواد کې د ملګرو او ملاتړو له سلا مشورو وروسته يې د نوي سياسي ګوند جوړولو پرېکړه وکړه.
نوموړي زياته کړې، چې د سپټمبر په لومړۍ نېټه به په پېښور ښار کې په رسمي ډول د نوي سياسي ګوند اعلان وکړي.
ښاغلي دوړ دا نه ده روښانه کړې، چې دی به د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی پاتې شي که نه او دا يې هم نه دي ويلي، چې په دې ګوند کې ورسره د پښتون ژغورنې غورځنګ نور څومره غړي ملګري دي.
په تېرو پارلماني ټاکنو، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه رهبري غړي محسن دوړ او علي وزير له شمالي وزيرستانه د پاکستان پارلمان ته نومادان او بريالي شول، هغه مهال د غورځنګ مشر منظور پښيتن ويلي و، چې دوی به پارلماني سياست ته مخه نه کړي، بلکې د يوه مزاحم غورځنګ په توګه به خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي.
منظور پښتين په پارلماني ټاکنو کې د محسن دوړ او علي وزير د ګډون مخالفت کړی و او دا کار يې د خپل غورځنګ له اساسي غوښتنو سره په ټکر کې بللی و.
پر محسن دوړ او علي وزير دا نيوکې کيږي، چې يوه لور ته د پښتون ژغورنې لپاره د هلو ځلو ادعا کوي او بل لور ته يې د کابل نسکور شوي رژيم له قاتل مرستيال امرالله صالح او نورو چارواکو سره نږدې دوستي وه او همدارنګه يې د پښتون ژغورنې غورځنګ څخه په ګټې اخيستو يې د پاکستان پارلمان ته لاره ومونده او بالاخره يې د غورځنګ په ماتولو د نوي سياسي ګوند د جوړولو پرېکړه هم وکړه.