افغانستان

برتانیه: غرب ښایي طالبان په رسمیت وپېژني

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ وږي، ۱۴۰۰ل): د برتانیې لومړی وزیر «بوریس جانسون» وایي،‌ غرب به له طالبانو سره د هغوی د الفاظو نه؛ بلکې د هغوی د کړنو په اساس چلند کوي او دا شونتیا شته چې که طالبان یو شمېر شرطونه عملي کړي، نو غرب به یې په رسمیت وپېژني.

جانسون تېره ورځ په لندن کې یوې ناستې ته ویلي، چې که د «کابل نوی رژیم» په رسمیت پېژندل غواړي او د هغو میلیاردونو ډالرو بیرته ور ګرځېدل غواړي، چې اوس کنګل شوي؛ نو باید هغو افغانانو ته چې له افغانستانه وتل غواړي خوندي لاره ورکړي، د ښځو او نجونو حقونو ته احترام وکړي او افغانستان د ترهګرو د راټولېدو ځای ونه ګرځوي.

د جانسون په خبره، غرب به له طالبانو سره تعامل وښيي او د خبرو پر ځای به د هغوی پر کړنو قضاوت وکړي.

برتانیه داسې مهال په مشروط ډول د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته لیوالتیا ښيي، چې تمه ده راتلونکو ورځو کې طالبان نوی حکومت اعلان کړي.

دمګړۍ طالب چارواکي د کابینې په جوړولو بوخت دي‌ او داسې ویل کېږي، چې د طالبانو مشر «شیخ هبة الله اخندزاده» په کندهار کې دی او د راتلونکي نظام په اړه یې له چارواکو سره بحثونه روان کړي.

طالبان وایي، له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي او چا ته اجازه نه ورکوي‌ چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو خلاف وکاروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx