افغانستان

د سلو هیوادونو ګډه اعلامیه: طالبانو ډاډ راکړی چې وتونکو کسانو ته به خوندي لاره ورکوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ وږي، ۱۴۰۰ل): د نړۍ نږدې سلو هیوادونو د امریکا په مشرۍ یوه ناسته ترسره کړې او ډاډ یې څرګند کړی، چې طالبان له افغانستانه ټولو وتونکو کسانو ته خوندي لاره ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې امریکا، برتانیې، جرمني، اسټرالیا، لیبیا او ګڼو نورو هیوادونو خپلو اتباعو، افغان همکارانو او نورو ټولو هغو کسانو ته چې «ژوند یې په خطر کې دی» ډاډ ورکړی چې طالبان هغوی ته له افغانستانه د وتلو لپاره خوندي لاره ورکوي‌ «موږ له طالبانو څخه دا ډاډ تر لاسه کړی چې هغوی ټولو بهرنیو اتباعو او هغو افغانانو ته چې له افغانستانه د وتلو اراده لري، خوندي لاره ورکوي‌ او هغوی کولای شي له افغانستانه په منظم او خوندي ډول ووځي.»

یادو ټولو هیوادونو څرګنده کړې، چې افغانانو ته د سفر کولو لپاره اسناد ورکوي.

یاده دې وي، چې د طالبانو له لوري د کابل تر نیول کېدو وروسته زرګونه هغه کسان چې له بهرنیانو سره یې مرسته کړې له افغانستانه د وتلو هیله لري.

د ناټو غړو هیوادونو په تېرو دوو اوونیو کې تر سل زره زیات افغانان له هیواده وایستل خو زرګونه نور لا هم په کابل کې پاتې دي.

طالبانو که څه هم ټولو پخوانیو حکومتي منسوبینو ته عمومي‌ بښنه اعلان کړې او هغوی ته یې ډاډ ورکړی، چې ژوند یې په خطر کې نه دی؛ خو ډاډ ورکوي چې هغوی له قانوني لارو کولای شي، له افغانستانه ووځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx