افغانستان

چین-امریکا ته: افغانستان کې له «نوي جوړښت» سره مرسته وکړئ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ وږي، ۱۴۰۰ل): د چین د بهرنیو چارو وزیر «وانګ یو» له خپل امریکايي سیال‌ «انتوني بلینکن» سره تلیفوني خبرې کړې دي‌ او د افغانستان د روان وضعیت په اړه ورسره غږېدلی.

وانګ یو بلینکن ته ویلي، چې په افغانستان کې یو بنسټیز تغیر راغلی او ټولې نړۍ په ځانګړي ډول امریکا ته ښایي چې د افغانستان له نوي جوړښت سره مرستې وکړي،‌ تر څو چارې په عادي ډول مخته ولاړې شي‌ او د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د ترهګرۍ د بلې څپې د را پورته کېدو مخه ونیول شي.

د وانګ یو په خبره، ټول لوري باید له طالبانو سره منظمې اړیکې ولري او هغوی یوه فعال او مثبت لوري‌ ته وهڅوي.

ده ټینګار کړی، چې امریکا باید له نړیوالې ټولنې سره په ګډه د افغانستان د اقتصاد د رغولو، د کرنسۍ د ارزښت په لوړولو او د بشري بحران په مخنیوي کې مرسته وکړي او له نوي جوړښت سره مرسته وکړي چې ادارې په عادي ډول روانې وساتي او د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د ترهګرۍ د راپورته کېدو فرصت له منځه یووړل شي.

وانګ یو امریکا تورنه کړې، چې په افغانستان کې یې جګړې مشخص هدف نه دی ترلاسه کړی او د ځواکونو چټک ایستلو یې ستونزې را ولاړې کړې دي.

چین داسې مهال د طالبانو له حکومت سره د نړیوالو په تعامل ټینګار لري، چې هیواد د طالبانو په ولکه کې دی او نږدې ورځو کې ښایي نوی حکومت اعلان کړي.

طالبان ټینګار لري، چې نړۍ باید ورسره تعامل ولري او له افغانانو سره مرستې روانې وساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx