افغانستان

روسیه: د افغانستان په بیا رغونه کې ونډې اخیستلو ته چمتو یو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ وږي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی «ضمیر کابلوف» وایي، هیواد یې چمتو دی د افغانستان په بیارغونه کې برخه واخلي.

کابلوف له یوې روسۍ رسنۍ سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې مسکو د افغانستان په ټولنیزه او اقتصادي بیارغونه کې ونډې اخیستلو ته چمتو دی «موږ ډیر وړاندې د افغانستان د بیارغونې په موخه ترسره کېدونکو نړیوالو هڅو کې ونډې اخیستلو ته چمتووالی ښودلی وو،‌ اوس هغه وخت را لنډ شوی دی.»

ده وړاندې زیاته کړې، چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د یوه نړیوال کنفرانس د رابلل کېدو اړتیا شته تر څو دا پریکړه وکړي چې په لومړۍ مرحله کې کومې پروژې باید پلې شي.

کابلوف ټینګار کړی، چې یوازې باید په افغانستان کې د نشه يي توکو د کرنې په غندلو کفایت ونشي؛ بلکې په بیارغونه کې یې هم باید برخه واخیستل شي او د مالي او اقتصادي بیا رغونې لپاره یې کار وشي.

روسیه داسې مهال د افغانستان په بیارغونه کې برخې اخیستلو ته چمتووالی ښيي، چې تمه ده په نږدې ورځو کې طالبان نوی حکومت اعلان کړي.

روسیې تر دې وړاندې هم ویلي و، که بهرني پوځیان له افغانستانه ووځي، له افغانستان سره مرستې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x