نظــر

د اسلامي امارت له مشرانو سره مخلصانه د زړه خواله

عبدالغفار سربڼ

واک زمونږ د قران د زده کړو پر بنياد داسې يوه دنده ده چې اصولاً پرته له انتظاره هغه چا ته ورکول کيږي چې الله يې غوره ګڼي. د واک اصلي څښتن او مطلق واکدار الله دی. خو دغه ورکړه په امانته توګه تر سره کېږي. حقيقت دا دی چې واک ته د رسېدلو لپاره يو څه شرطونه شتون لري که هغه پر ځای شي نو د الله په مرسته او اراده هماغه کس ته واک ليږدول کېږي چې شرطونه يې پوره کړي وي.

يوه خبره چې ډير وګړي هغه نه شي ليدلی او يا منلي هغه داده چې نوی واکمن جبراً د الله له خوا مجبوريږي چې واک په لاس واخلي. يعنې نه شي کولی له واکمن کېدلو وتښتي، حالت داسې راځي چې هماغه ډله چې د واکمن کېدلو لياقت او مهارت لري مجبور شي واک تر لاسه کړي. خو د هغه واکمنانو نصيب او برخليک بيل دی چې د بهرنيو ځواکونو په مټ پر واک قبضه لګوي. دغه غاصب او نامشروع واکمني بلل کېږي.

غښتلې ډله په دغه وخت کې پرته له دې چې پر واک قابض شي بل کوم انتخاب او اختيار نلري.
هغه تاريخي پيښه چې په دغه څو اخرو ورځو کې تر سترګو شوه د همدغه حکم تصديق ګڼل کېږي.

پرته له طالبانو ټول ګوندونه او ډلې سره له دې چې ستره بهرني مرسته ورسره وه په ځان کې دا طاقت، جرئت او غښتلتيا نه ليدله چې واک په پوره بڼه تر لاسه کړي. همدا دليل و چې ناټو او امريکې ونه شو کولی چې دا شل کاله دوی سره يو موټی او د واکدارۍ لپاره اماده او چمتو کړي. بار بار دوی ته خبر داری ورکړل شو او يا تر فشار لاندې ونيول شول چې سره ګډ دموکراتيک او جمهوريت جوړ کړي خو همدوی او هم يې بهرني اربابان له دغه کړنې عاجز وو او تر پايه دوی له يو بل سره په مخالفت کې پاتې شول، هر يوه بل کس په درواغو او چل ول تورنول. د لويديځ هيوادونو ټول تلاش دا و چې له دغو ډلو نه داسې يو حکومت او جمهوريت جوړ کړي چې دوی ته خدمتګاره وي او د دوی ګټې په منطقه کې خوندي کړي خو کوږ په اسانه نه رغيږي. برخلاف دوی ناټو او امريکا ته د تاريخ ستره رسوايي ور واړوله، د دوی مالي مرستې يې په سمندر لاهو کړې او لکه د سيلاب ځګ او کف محو شول. په شلو کلونو کې لويديځ له دغو ډلو سره دومره ستړي شول چې د افغانستان د اشغال له خير نه پښيمانه دي. طالبانو حقانيت د خپل ولس د خپلواکۍ په جهاد کې او ددوی صبر او تعهد امريکا او شريکان بيخي پکو کړل او له افغانستان او له جمهوريت نه په دې هيواد کې هم لاس په سر شول. بې سببه نه وه چې د دوی په زيار جوړ شوي نيمګړي معيوب او ارباب رعيتي نظام لکه يخ د لمر د وړانګو مخ ته ويلې شو او دوی يې ننداره کوله.
د واکمني له پاره واجبي شرطونه موجود وي، خو دا شرطونه کوم دي؟

لومړی: غښتلې ډله بايد شتون ولري چې کړنې او خبرې يې سمون ولري او توپير په کې نه وي موجود.
دوهم د واکمنۍ مدعي بايد يو موټی او يو لاس وي. څه چې سر او ماغزه غواړي هغه لاسونه، پښې، خوله او غوږونه او نور د بدن غړي ترسره کوي .
دريم غوښتنه او داعيه بايد پر حق بنياد ولري. د وخت او زمان له مطالباتو سره هم سمون ولري. بيا معقوله غوښتنه وي او د بل چا حق د هغه په حصول کې ضايع نه شي. لاس ته راوړل يې ممکن وي نه محال.
بيا لازم طاقت او اسباب د حق غوښتنې لپاره چمتو کول.
ډير مهم شرط دادی چې ولس کې د غوښتنې قوي ملاتړ او پيوستون شتون ولري .
يعنې ولس ونه غواړي چې زوړ واکمن ځواک پر دوی حاکم پاتې شي له دغه واکمن نه کرکه او نارضايتي اخر حد ته رسيدلې وي او له هغه سره هيڅ خواخوږي ونه لري.
له دې شرط سره بل مهم شرط دادی چې د زوړ واکمن لپاره نوی ځواک غښتلی وي او د واک د اخيستلو له پاره چمتو والی ولري. ولس کله چې د نوي ځواک له شتون او غښتلتيا مطمين او ډاډمن شي بيا نو باور پرې کوي. يعنې نوی ځواک د واکمنۍ توان عملاً څرګندکړی وي نو بيا هلته د بدلون او نوښت امکان او شرطونه برابر شوي دي .
داچې د هيواد پخواني واکمنان څه دننه په نظام کې څه د باندې د لويديځ تر بيرغ او سرپرستۍ لاندې هيڅ يو پورتني شرط د واکمن کېدلو لپاره نه وو پوره کړي حتی يو بې غرضه افغان هم په هغه کې شک نه لري. دغو ډلو د مشروعيت هيڅ يو حجت ولس ته په لاس کې نه درلود. دوی فقط يو حجت د مشروعيت لپاره په لاس درلود هغه بهرنی حمايت او مرسته وه او بس او دا حجت د لنډ مهال او وخت لپاره چليدلی شي خو اوږد مهال اعتبار او دوام نه شي لرلی. داچې دغه واکمني د امريکې په حضور کې او د نيم مليون عسکرو او قرار داديانو او اربکيانو په شتون کې د دوو مياشتو په اوږدو کې پرته له غښتلي مقاومته واک طالبانو ته وسپاره، پر همدغه بنياد پېښ شول.

ډير مهم او د غور وړ حقيقت:
اسلامي امارت جهاد ځکه پيل کړ چې واجب او فرض و، په بل عبارت دغه جهاد د طالبانو مجبوريت بلل کېده . تر اوسه هم لا روان دی.
پرته له شکه اوس چې هيواد کې د واک د تشې او خلا خطر شتون لري نو د واک نيول او د هغې چلول هم د دوی فرض دي او بياهم د دوی مجبوريت.
بلې طالبان مجبور دي چې واکمن شي. له دوی نه پرته بل داسې يو ځواک چې واک ونيسي او وچلوي نشته. د هيواد دبقا او د ولس د ديني او وطني هويت د مړينې او ژوند مطالبه او تقاضا همدا ده چې فقط دين او هيواد ته متعهده ډله کولای شي دغه دروند پيټی او د واکدارۍ بار پر اوږو يوسي.
نو کله چې جبر او د الله مقرر نظام دغه وجيبه او دنده طوعاً او کرهاً د طالبانو پر غاړه ايښې ده اصولا دوی له هغې سرغړونه نه شي کولای. دوی بايد د الله نظام دلته قايم کړي. که نړۍ خوشحاله وي او که خفه که يي قبلوي او يا يې انزوا سره مخامخ کوي اسلامي امارت فقط يو انتخاب لري او هغه د واک مسوليت او د تکليف منل دي او بس.

طالبان چې هر قدر تلاش وکړي چې د پروني اشغالګرو په خوښه و خوځېږي او ناسته ولاړه وکړي هغو قسم کړی چې کرکه به کوي اوامارت به نه مني بلکه د هغه په خلاف به پټ او ښکاره درواغ جوړوي او جنګيږي.

زه خو دا وايم چې اسلامي امارت دې فقط خپلو دندو ته توجه واړوي اودا چې غربي نړۍ دې د هغه ثنا او صفت وکړي هير کړي.
اخر کې به د افلاطون او نادان قصې ته ستاسو توجه واړوم:
افلاطون ته يو کس راغی او هغه ته يې يوه اوږده قصيده د افلاطون په مدح او ثنا کې ولوستله . دده دومره چاپلوسي يې کړې وه چې هر سړي ورته افرين ويل. خو! افلاطون په چېغو وژړل او بيا يې وژړل خلکو پوښتنه ترې وکړه چې ته بايد په دې ثنا خوشاله شوی وای او ته ژاړې؟ ده وويل چې دغه سړی ډير ستر مجرم او فاسق دی او پليت اخلاق لري، زه په دې ژاړم چې ما څه شی کړي او کومه خطا عمل کړی چې د داسې سړي د ثنا او حمد وړ ګرځيدلی يم ؟
کله چې شرير او فاسق ستا صفت کوي نو ستا په فضل، علم او اخلاقو کې هم شک شته بايد خپلو کړنو ته ځير شې او په هغو کې عيب ولټوې او هغه اصلاح کړې چې بيا د داسې مفسد ثنا کمايي نه کړي.

راځئ چې د اسلامي امارت چارواکو ته دا دعاوکړو چې فقط د الله د رضا لپاره او د هغه د اجر په اميد خپلې دندې پر مخ بوځي نه د ناوړو او پليتو يرغلګرو ځواکونو د رضا او قبولۍ لپاره .
اسلامي امارت د نړۍ د تاريخ او دعيني واقعيت برخه ده او د هغه له کارنامو او سترو برياوو انکار هيڅ څوک نه شي کولای. نن وي که سبا خامخا کرهاً يا طوعاً نړيوال دولتونه به د هغه پر شتون اوسترو کار نامو اعتراف وکړي . ولسونه خو هسې دوی ته دوه لاسي سلامونه کوي .
د مظلومو ولسونو د وينوانتقام د طالبانو په همت تر سره شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x