نظــر

د سپین ږ‎یري منطق

حفيظ الدين پيرزاده

ملگري مې راته وویل: د یو سپین ږ‎یري وطندار پوښتنې ته روان یم، ھغه مخکې ناروغ و، اوس ښه دی.

که ته راسرہ لاړ‎ شې، پر لارہ به خپلې خبرې وکړ‎و، د ناروغ پوښتنه ھم ثواب لري او د بیرته راتگ پر مھال به د ھغه ځای مشھور شیر یخ ھم وخورو.

څرنگه چې ما دا مشر وطندار نه پیژندہ نو ورتگ ته یې زړ‎ہ نا زړ‎ہ وم، خو د شیر یخ دعوت ورتگ ته اړ‎ ایستم!

مشر وطندار په تیرو حکومتونو کې لوړ‎ پوړ‎ی چارواکی پاته شوی و. د ھغه پوښتنې ته ځینې نور افغانان ھم راغلي وو! څرنگ چې زہ په دوی کې نوی وم نو ھغه ماته د نورو مېلمنو پیژندگلوي پیل کړ‎ہ خو د ھر میلمه له نوم څخه یې مخکې د ملگري او رفیق مختاړ‎ی نښلوہ!

که رښتیا ووایم، زہ د چپیانو له ملگري او رفیق او د اخوانیانو د ورور له کلماتو سرہ د کرکې تر حدہ حساسیت لرم!

ځکه د پخوانیو کمونستانو لخوا د ملگري او رفیق او د اخوانیانو له اړ‎خه د ورور د کلماتو کارونه د دې کلماتو ھغه اصلي مفاھیم نه إفادہ کوي د کومو لپارہ چې دا کلمات وضع شوي، بلکې ھغوی یې د خپلو ایډیالوژیو د ھمفکرانو لپارہ کاروي!

اخوانیانو ته یواځې ھغه څوک ورور دی چې اخوانی وي، پخواني کمونستان ھم ھذا القیاس!!

په ھر حال، وروسته مجلس سیاسي شو، مشر وویل: افغان دولت درې نیم لکه فوځ درلود، غټې امنیتي او استخباراتي ادارې یې لرلې.

په داسې سرعت د ھر څه له منځه تلل نه د طالب په وسه کې و او نه یې امکان درلود، خو طالب ته امریکایانو زمینه سازي وکړ‎ہ! طالب له پیله د امریکا گوډاگی و! د دوحې تړ‎ون له لارې یې ورته نړ‎یوال سټیج برابر کړ‎ او کرار کرار یې پر افغانستان حاکم کړ‎!

د مجلس گډونوالو د سپین ږ‎یري خبرو ته سرونه خوځول.
ماته یې د خبرو په منطق کې په سلھاو نقائص ښکاریدل خو د ځواب لپارہ مې د عام اسلوب څخه کار وانه خیست بلکې خپله مدعا مې د پوښتنې په توگه د مشر مخې ته کیښودہ.

ما وویل: امریکایانو شل کاله دلته له یوہ تریلیون څخه ډیر ډالر مصرف کړ‎ل، خپل په زرھاو عسکر او نور استخباراتي او امنیتي کسان یې تلف شول، بیشمارہ بشري منابع، رسنۍ او وسائط یې پکې له لاسه ووتل؛ آیا غواړ‎ئ موږ‎ درسرہ دا ومنو چې د امریکا شل کلن زیار، زحمت، منډې ترړ‎ې او ملا ماتونکي اقتصادي خسارات د دې لپارہ و چې د طالب حکومت ړ‎نگ کړ‎ي او پر ځای یې بیرته طالب حاکم کړ‎ي؟!!

زما پر پوښتنه د سپین ږ‎یري وطندار خوله وازہ پاته شوہ!
فَبُہِتَ الَّذِیۡ کَفَرَ !!!!!

ما ورو د خپل ملگري په غوږ‎ کې وویل: تیارہ په خپریدو دہ، راځه د تگ اجازہ ورڅخه واخلو. ھسې نه د شیر یخ دوکان راڅخه بند شي!!!!

حفیظ الدین پیرزادہ
د اگست ۲۸/ ۲۰۲۱ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx