ورزش

شاهد افریدي: طالبان د پخوا په پرتله ډیر توپیر لري او دا ځل خورا مثبت فکره دي – ویدیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ وږی، ۱۴۰۰ل): د پاکستان نامتو کرکټر شاهد افریدي د طالبانو په اړه په خپلو څرګندونو کې ویلي چې هغوی د پخوا په پرتله ډیر توپیر او دا ځل خورا مثبت فکر لري.

شاهد افریدي رسنیو ته د خبرو پرمهال وايي چې زه باور لرم طالبان د کرکټ سره ډيره مینه کوي او بشپړ ملاتړ یې کوي او په افغانستان کې یې چلند د پخوا په پرتله توپیر لري.

هغه زیاته کړه، دا یو مثبت ګام دی چې طالبان ښځو ته په هر ډګر کې د کار کولو فرصت او په سیاست کې د راتلو اجازه ورکوي.

۴۴ کلن افریدي د نړۍ او په ځانګړي ډول د پاکستان یو له نامتو لوبغاړو څخه دی چې بې شمېره ریکارډونه لري، خو هغه په۲۰۱۰م کې له ټیسټ، ۲۰۱۵م کې له یو ورځنیو او په ۲۰۱۷م کال کې له شل اوریزو لوبو استعفا کړې ده.

پښتون افریدي تابیا لري چې له هر ډوله سوداګریز کرکټ څخه هم استعفا وکړي، هغه وویل چې د پاکستان سوپر لیګ راتلونکې لوبې ممکن دده لپاره د هر ډول کرکټ وروستۍ لوبې وي.

افریدي هیله څرګنده کړه چې په خپل وروستي کرکټ لیګ کې غواړي د کویټه ګلډیټرز له لوري ولوبیږي. هغه تېر پړاو کې د ملتان سلطانز لوبډلې سره و چې د یاد لیګ اتلولي یې خپله کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx