
زړۀ کې مې سوې اندېښنې پاتې دي/ درمان
منصور درمان
زړۀ کې مې سوې اندېښنې پاتې دي
بلې سکروټې لا پرتې پاتې دي
لۀ فزیکي اشغاله خلاص شو هېواد
خو د فکري اشغال ریښې پاتې دي
د شل کلنې جکړې اور مړ شوی
د شل کلن فساد قیصې پاتې دي
د جمهوریت بند ګان و تښتېدل
خو مسلمانې پرګنې پاتې دي
چا چې ډالرو ته سجدې ایښې وې
اوس د هغو پۀ زړۀ لمبې پاتې دي
دلته پۀ زړونو حاکمیت ضرور دی
دلته پۀ بعضې زړو پردې پاتې دي
دغه خړ پړ یتیمان مۀ هېرئ !
دا د شهید د زړۀ ټوټې پاتې دي
د خوږو ستر ګو بلاګۍ دې واخلم
طالبه ! تاته مو اسرې پاتې دي
د شهیدانو ارمان نۀ کړئ خاورې
لا یې پۀ وینو سرې چانټې پاتې دي
څۀ پۀ مسکا وو استشهاد ته روان !!
اخ ، د لمر مخو افسانې پاتې دي
د ګران وطن او د نظام دفاع ته
پۀ ځان زغمل سړې تودې پاتې دی
د لااله الا الله د نظام
دروند مسؤلیت سختې سحنې پاتې دي
منصور درمانه ! د تاریخ پۀ پاڼه
د افغان ننګ او حماسې پاتې دي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
1443/1/20 یکشنبه