نظــر

د طالبانو د حکومت په وړاندې پرتې ننګونې‎‎

عبدالوحيد وحيد

له ورخه تيرو اوبو پسې کره نه ګرځوم. له پخوانيو ارګ ميشتو سره مې په هيواد کې د ننني ترينګلي سياسي او امنيتي وضعیت په هکله په توره شپه او څپانده سمندر کې د ممکنه توپاني هوا د راتلو اندېښنې په همهغه وخت شريکې کړي او د ناورين وړاندوینه مې هم ورته کړې وه. طالبانو ته مې هم د جنګ له لارې د کابل او  ولايتونو د نيولو خطرناکې پايلې په تړاو ليکنې کړې وې، خو متاسفانه زموږ سياست له وختونو راپدېخوا په ملي ګټو نه را څرخيږي.

اوس نه غواړم د ماضي په هکله په ليکنو باندې خپله انرژي او د لوستونکو وخت ضائع کړم چې په تير وخت کې چا څومره غلطيانې وکړې او څوک څه ډول خلک وو. بس يوازې په دغه يوه جمله بسنه کوم چې د سولې په وړاندي د خنډونو اچولو له امله نننۍ بدبختۍ او توپان د ارګ ميشتو او د  غني د سلاکارانو په ځانګړي ډول له غرب څخه را ديسانت شويو نازولو د فساد او ناوړه تګلارو څخه سرچینه نيسي.

زه په نن باندې خبره کوم. د ماضي په تړاو قضاوت او د پړ وړ معلومول تاريخ ته سپارم. د نن خبره دا ده چې څوک خوښ او که نا خوښ وي، خو نن طالبان په هيواد باندې حاکم او افغانستان د مديريت دنده ور په غاړه ده. زه باور لرم چې د تير حکومت په پرتله د طالبانو په ليکو کې د فساد د کړنو کچه ښکته ده، خو بيا هم د صفر کچه کې نه ده. مشرتابه ته به يې نن بيا لمن وغوړوم او عذرونه به ورته وکړم  چې د دولتي شتمنيو خوندیتوب ته پام وکړي. د نظامي وسائطو او وسلو د چور قاچاق او بېځايه استعمال د مخنیوي په تړاو جدي او عاجل اقدامات وکړي.

بله دا چې په واک کې د هغوى د انحصار روحيه، يکه تازي او په نورو باندې  د باور د نشتون له امله دغه هېواد له ژورو ستونزو سره مخ کيږي. داسې ژورې ستونزې چې نه يوازې زمونږ ولس په امنیتي او اقتصادي توګه ځپي بلکې د طالبانو لپاره به هم ناوړه پايلې ولري او د دغه تحریک د سختې ناکامۍ لامل به وګرځي.

پخوا مو هم نه غوښتل چې زمونږ ولسمشر ووژل شي او يا هم له هيواد څخه د تېښتې لاره خپله کړي، خو هر څه زموږ په خوښه نه کيږي. اوس هم قطعاً نه غواړو د يو بل خونړي اوښتون شاهدان واوسو. نه غواړو بل څوک د توپک په زور ارګ ته ننوځي. نه غواړو چې دا پاتې ملي شتمنۍ بيا لوټ شي.

په پښتو ژبه کې متل دى چې وايي “اباد کال د حمل له مياشتې څخه معلوميږي” په اوسنيو حالاتو او خورا ترينګلي سياسي وضعیت کې په ډيرو پوستونو باندې د طالبانو لخوا د غير مسلکي خلکو ګمارنې د دغې ډلې نيمګړتيا، د خپل ولس په لومړيتوبونو او نړيوالو حساسیتونو باندې ناخبري او يا هم لاپرواهي په ګوته کوي.

يقيناً ويلى شم چې د طالبانو په وړاندې د امریکا له تبلیغاتي توپان څخه د نجات، د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره د ولس د هيلو، د کاري فرصتونو برابرولو، اقتصادي بدحالي، له نړۍ سره په هسکه غاړه د اوسيدو لپاره د اړيکو جوړولو، د ځان بساينې لور ته د دغه هېواد د روانولو او د خپلو اقتصادي زيرمو د را سپړلو او اوبلنو زيرمو د مهارولو وړتیاوې او د موجوده بې نظمۍ د ختمولو لپاره له طالبانو  څخه د ډير سخت او ستونزمن کار کولو هيله کوو.

اوس داسې ښکاري چې امریکا پريکړه کړې چې  هغه ګټې چې له طالبانو څخه يې په جګړه کې ترلاسه نکړاى شوې د بنديزونو او سياسي فشار له لارې  په خورا اسانه توګه او له سترو لګښتونو پرته ترلاسه کړي. که طالبان لکه د اوس په شان په احساساتو ولاړه لاره باندې روان وي، تشريفاتي اړخ پالي چاپلوسانو ته توجه ورکوي او په ترانو باندې د ولس او هېواد ستونزې حل کوي نو بيا خو خداى ښه پوهېږي چې دا وړۍ شړۍ شي.

البته که عاجلاتاً پياوړې ديپلوماسي وکاروي، په جزئيانو او فرعياتو پسې ونه ګرځي، د امریکا د اقتصادي، تبلیغاتي او نفسياتي جګړې په وړاندې رغنده کاري اقدامات وکړي، نو په افغانستان کې اقتصادي او سخت بشري بحران راتلو او د طالبانو په وړاندې د ولس لخوا د غبرګون ښودلو مخه نيول کيداى شي.

امریکا په خپلو بانکونو کې د افغانستان د پانګې له کنګل کيدو او د رسميت پيژندلو له ستونزې ورهاخوا نور هم د فشار لپاره زيات غوراوى لري. له افغانستان څخه د بشري او اقتصادي سرچینو وتل باید طالبان په خپلو تګلارو باندې بيا غور کولو ته اړ ايستلي واى، خو متأسفانه داسې لږ نښې نښانې ليداى شو چې طالبان د يويشتمې پيړۍ د حساسیتونو د درک او د خپلو نيمګړتياو د سمون په تړاو جدي واوسي.

شل کاله وړاندې په افغانستان باندې يرغل مطلقاً احساساتي او د ولسي باور ترلاسه کولو لپاره نا سنجول شوى ګام و چې د مطلقې ماتې په شکل کې پاى ته ورسيده. په اوسني مودرن عصر کې نظامي استعمار له منطق څخه ورهاخوا سناریو دى. د اقتصادي ستونزو د پوره کولو لپاره غرب ته  اړتیا د پخواني نظامي استعمار غوره او د عسکري اشغال په پرتله ډير اغيزمن بديل ګرځېدلى دى.

غرب د لږکیو، ښځو، بشري حقونو او د بيان له ازادۍ څخه د سرغړونې او ديموکراسۍ څخه د دفاع تر عنوان لاندې په مختلفو هیوادونو باندې د اقتصادي تحريمولو لګولو، د IMF او نړيوال بانک د پورونو شرطونه او ملاماتونکي سود په مرسته د نړۍ په هيوادونو باندې خپل تسلط لاهم قائم ساتلى دى. تر هغو پورې به يقيناً بې وزله هيوادونه د غرب اقتصادي مستعمرې وي ترڅو چې د پورتنيو لويديځوالو مالياتي ادارو اقتصادي برلاسي شتون ولري.

اوس دغه واقعیت له هيچا پټ نه دى چې د سياست له پيچلتياو سره د طالبانو د بلديت نشتون  د يوه ټول شموله حکومت په جوړولو کې د هغوى پاتې راتلو ته لاره پرانیزي او خداى دې نکړي چې افغانستان د غربي نړۍ له بنديزونو سره د مخ کيدو له امله د سختو اقتصادي ستونزو په محراق کې وسوځي.

افغانستان هم يو له هغو بيوزله هېوادونو څخه دى چې د خپلو اقتصادي سرچینو او زيرمو د راسپړلو لپاره د غرب او غربي مالي بنسټونو  مالي مرستو ته اړتیا لري. موږ په هيڅ ډول نشو کولاى د نړيوالو له مرستو پرته د ځان بساينې خوا ته لاړ شو. په اوسني معاصر دور کې  اقتصادي وده او په ځپل ځان بساينه د ازادۍ او خپلواکۍ ضمانت دى.

خپلو کورنیو اړتیاو او وړتیاو ته په کتو به په اوس وخت کې به غوره او ويښ مشرتوب هغه وي چې د حساسیتونو او نزاکتونو د درک له لارې داسې انډوليزه کورنۍ تګلاره او له نړۍ سره د داسې اړيکو درلودلو هڅه وکړي چې هم خپلې اړتیاوې ملي ګټې خوندي کړي او هم افغانستان د نړپوالو رقابتونو د ډګر ګرځېدلو مخه ونیسي.

د خورا ترينګلي سياسي او اقتصادي حالت او له هيواد څخه د کادرونو د تېښتې له امله رامنځته شوى بشري ناورين او د ولس اړتیاو ته په کتو، يقيناً ستونزمن کار  وي چې د طالبانو حکومت  هيواد له اوسني بحران څخه را وباسي. هغه بحران او ننګونې چې کابل ته د توپک په زور د طالبانو له ننوتلو وروسته رامنځته شوې دي.

بيا هم سپارښتنه مو داده چې اوسنى حکومت د مسلکي او تجربه لرونکو افغانانو په ګمارلو عاجلتاً لنډمهاله منځ مهاله او اوږد مهاله پلانونه ترتیب کړي. په لومړي سر کې  د کادرونو د تشويق کولو له لارې د هغوى د وتلو مخه ونیسي، د افغانۍ د ارزښت ساتلو او د اړينو توکو د نرخونو د کنترول لپاره عاجل ګامونه واخلي . په واقعي توګه په ټول شموله حکومت باندې کار وکړي او نړيوالو ته ډاډ ورکړي چې د هغوى د ګټو خوندیتوب او د افغانستان لخوا منل شويو نړيوالو قوانینو پلى کولو ته ژمن دي.

پوهيږم چې له بېوزلو هيوادونو څخه د غرب اکثريت غوښتنې غير منطقي او په هيڅ ډول نورمونو باندې برابرې نه دي، خو بايد ومنو چې له نړۍ سره اوږه په اوږه تللو او د امریکا په سترګو کې، سترګو اچولو ته لاهم موږ ډير اوږد واټن په مخکې لرو. کله که موږ او اسلامي امت د خپلو سرچینو د کارولو په مټ په اقتصادي توګه په ځان بسیا شو، بيا به خپلواکي او استقلاليت لمانځو.

په درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx