نظــر

د اسلامي امارت مجاهدینو قربانۍ څه ډول خوندي وساتو؟

ابومحمد احمدي

شل کاله دمخه، د سپتمبر له یوولسمې وروسته، کله چې په متحده ایالاتو کې د نړۍ په تر ټولو لوی سوداګریز مرکز، دفاع وزارت او نورو برخو برید وشو، متحده آیالاتو د القاعدې مشر شیخ اسامه بن لادن رحمه الله چې په هغه وخت کې کابل کې اوسیده، د دې بریدونو مسؤل وباله. په همدې دلیل یې له اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه چې نوموړی امریکا ته تسلیم کړي. د نړۍ دا ډول مغروره او ناروا غوښتنه اسلامي امارت ونه منله او شهید اسامه رحمه الله یې کفارو ته تسلیم نکړ، تر دې چې امریکا په افغانستان یرغل وکړ.

په افغانستان باندې حمله کول وړه خبره نه وه، ځکه کله چې اسلامي امارت امریکایانو ته د شهید اسامه له تسلیمولو انکار وکړ، نو په هغه وخت کې د امریکا جمهور رییس جورج بوش په یوه وینا کې د نړۍ په ټولو هیوادونو باندې په دې شعار چې «یا له موږ سره شئ؛ یا زموږ پر وړاندې شئ» غږ وکړ ترڅو خپل صف معلوم کړي؛ له دې وینا او شعار څخه د ده هدف دا و چې د افغانستان په اشغال کې باید ټول هیوادونه له امریکا څخه ملاتړ وکړي. په دې سره امریکایان وتوانیدل چې د اروپا، ملګرو ملتونو، روسیې، چین حتی زیاتره اسلامي هیوادونو په شمول د ټولو نړیوال ابرځواک هیوادونو ملاتړ ترلاسه کړي. همدا و چې له څلویښتو ۴۰ هیوادونو څخه زیاتو هیوادونو د نړیوالو ځواکونو په نامه عملاً د افغانستان په خاوره تیری وکړ.

په لومړیو کې امریکایانو ځان بریالی باله خو په دې نه پوهیدل چې دا خاورې د هر طاغوت او اشغالګر غرور له خاورو سره خاورې کړی. د اشغال یوه لسیزه لا نه وه پوره چې امریکایان د ځاني او مالي تلفاتو له امله حاضر شول چې د اسلامي امارت له مجاهدینو سره خبرو ته کېني او د خبرو له لارې د افغانستان قضیه حل کړي. د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۹م کال کې د اوباما ولسمشرۍ پرمهال د سولې خبرې پيل شوې او د ډونالډټرمپ ولسمشرۍ په وروستیو کې د دوحې تړون په اساس چې د ټولو اشغالګرو ځواکونو په وتلو سره لاسلیک شو پای ته ورسیدې.

د ټرمپ له واکمنۍ وروسته د بایډن واکمنۍ په لومړیو کې اسلامي امارت وتوانیده چې زیاتره ولسوالۍ د کابل ادارې له منګولو وژغوري. د امریکایي اشغالګرو ځواکونو لخوا د هوایي بمباریو په پیل او دوحې تړون په ماتولو سره اسلامي امارت د لویو ښارونو او ولایتونو نسکورولو هوډ وکړ. په داسې حال کې چې د دوحې د تړون له مخې اسلامي امارت پر لویو ښارونو د برید هوډ نه درلود؛ خو د امریکایانو لخوا د تړون په ماتولو سره اسلامي امارت په دومره شدت په ټولو ښارونو تسلط پیدا کړ چې د «زبیح الله مجاهد» په خبره چې د فتحو لړۍ د غور له ولایته پیل شوه او د لسو ورځو په دننه کې د کابل په شمول ټول ښارونه پرته له جګړې د اشرف غني او لومړي معاون صالح په تېښته د دوی لاسته ولویدل. دلته د امریکایي اشغال پر وړاندې د جهاد تاریخي شالید ته کتنه ولې مهمه ده؟

که موږ د تروریزم پر وړاندې د مبارزې چې په حقیقت کې د اسلام پر وړاندې مبارزه ده تر سرلیک لاندې د ناټو او امریکایي اشغال یادونه ونه کړو، پر وړاندې یې له کړاوونو او قربانیو خبر نشو؛ هیڅکله د نړۍ ترټولو غټ اشغالګر پر وړاندې د جهاد او مبارزې واقعیت نشو درک کولای.

که موږ د تروریزم پرضد د جګړې په حقیقت چې “د اسلام پرضد جګړه ده”تر نامه لاندې د امریکا او ناټو د اشغال تاریخي دوره روښانه نه کړو، پر وړاندې یې له کړاوونو، قربانیو او سرښندنو څخه خبر نشو؛ په نړیواله کچه د دې لوی اشغال پر وړاندې جهاد او مبارزه نشو درک کولی. د اشغال له پیل راهیسې د اشغال ماتولو او له خپل ځان څخه د دفاع لپاره د دې خاورې غیور ولس بې شمیره مخلص سرښندویان شهیدان او ټپیان شول، په میلیونونو کسان یې بې کوره شول. آیا داسې کومې قربانۍ شته چې د افغانستان اسلامي امارت مجاهدینو د دغه لوی اشغال د ماتولو لپاره نه وي ورکړي؟

هغه څه چې دلته یې یادول اړین دي؛ د مجاهدینو له لوري په لسو ورځو کې د کابل په شمول د ټول افغانستان فتح کول وو، دا له مجاهدینو او افغان مسلمان ولس سره الهي نصرت و. له شک پرته ظاهراً مجاهدین د افغان ولس په ملاتړ په ټول هیواد کې فتحې او بریا ته ورسیدل، خو په حقیقت کې نصرت د الله له لوري و چې د مجاهدینو په پوره ایماندارۍ، خلوص او سرښندنو سره د نړۍ ابر ځواک ته ماته ورکړه. په الله سبحانه و تعالی تکیه کول او هغه د خپل خالق او کارساز په توګه منل هغه څه دي چې د تاریخ په اوږدو کې داسې خلک او قومونه هر وخت د غالب ذات له لوري غالب شوي، فتحه او بریا ورپه برخه شوې. دغه فتح او بریا د امریکايي فکري بنسټونو له خیال څخه لوړه وه چې ګوندې د اسلامي امارت مجاهدین دې د لسو ورځو په داخل کې ۳۵۰ زره منظم او تربیه شوی پوځ چې نړیوال ابر ځواک هیوادونه یې ملاتړ کوي، په ګونډو کړي.

دغه فتح او نصرت د الله سبحانه تعالی له لوري وو چې مجاهدینو ته یې نصیب کړه. الله سبحانه وتعالی د لومړي ځل لپاره دا ډول فتح رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو رضی الله عنهم ته په مدینه منوره کې ورکړې وه، تردې وروسته یې دغه نصرت له هغه مجاهدینو سره کړی و چې د الله سبحانه و تعالی د دین او شریعت غالبولو او حاکمولو لپاره یې مبارزه کوله.

الله سبحانه و تعالی فرمايي:
‏ وَأُخْرَى تُحِبُّونَهَا نَصْرٌ مِّنَ اللَّهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ ‏[سوره صف: 13] ‏ژباړه: (له دې نعمتونو وتلی) یو بل نعمت هم لرئ چې د الله له لوري فتح او بریا ده (چې په هغې سره به تاسو او ستاسو اصحابو ته مکه په لاس درځي) او مؤمنانو ته زیری ورکړه (په هغه څه سره چې د وصف او بیان ندي، بلکې تردې هم لوړ چې انسانان یې په الفاظو نشي راوړلی).

الله سبحانه و تعالی په بل ځای کې له فتحې او نصرت وروسته د اسلامي نظام تر چتر لاندې د ډلې ډلې خلکو داخلیدولو ته داسې اشاره کوي:
‏ إِذَا جَاء نَصْرُ اللَّهِ وَالْفَتْحُ وَرَأَيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجاً ‏[ سوره نصر: 1-2] ‏ژباړه: کله چې د الله نصرت، ملتیا او بریا (او د مکې فتح) راورسېږي؛ ډلې ډلې خلک به ووینې چې د الله په دین کې داخلېږي (او په اسلام ایمان راوړي).

مجاهدین او افغان ولس ته له الهي نصرت او بریا وروسته ډیر لوړ مسؤلیت په تمه دی، چې څه ډول د دې الهي پیرزوینې شکر اداء کړي. ترڅو د شهیدانو وینې د معلولینو معلولیت، د کونډو او یتیمانو سرپرستي له پامه ونه غورځول شي؛ ځکه چې د شهیدانو وینې او د دې خلکو قربانیانې وې چې الله سبحانه و تعالی اوسنیو مجاهدینو ته نصرت ورپه برخه کړ.

هیره دې نه وي چې د الله سبحانه و تعالی نصرت یوازې د نظامي فتحې او بریا لپاره نده، بلکې د دې لپاره ده چې څه ډول شریعت او د الله سبحانه و تعالی نظام پلی شي، تر چتر لاندې یې د مسلمانانو مال، ځان او ناموس خوندي شي. لکه څنګه چې الله سبحانه و تعالی فرمایي چې د رسالت او اسلام رالیږل په نورو ادیانو، مفکورو، ارزښتونو او باطلو باورونو باندې د اسلام دین د غلبې، ظهور او حاکمیت لپاره دي:

هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ[سوره صف: 9] ‏ژباړه: الله دی چې خپل پیغمبر یې له الهي (آسماني) لارښود او حق دین (اسلام) سره رالیږلی چې دغه دین په نورو ټولو دینونو ظاهر او غالب کړي،که څه هم مشرکان دا نه خوښوي.

که چیرې د پورتني آیت هدف ته ولیدل شي؛ لیدل کېږي چې د اسلام او رسول الله صلی الله علیه وسلم رسالت یوازې د «اظهار دین» یعنې د اسلام غالبول دي. د عربي ژبې په لغوي قاموس کې «اظهار» د غلبې، حاکمیت او … نصرت په معنی دی.

په بل عبارت قتال، جهاد، هجرت، انفاق او فتح نه رامنځته کېږي مګر د دین د غالبیت لپاره. دغه مسئله اکثره سلفو او ورسته له سلفو علماء کرامو، مجتهدینو او اسلامي پوهانو په روښانه ټکو بیان کړې ده.

نو موږ باید هغه قربانۍ او فداکارۍ چې مجاهدینو د الله سبحانه و تعالی د دین د نصرت او اسلام غلبې لپاره ورکړي؛ هغه که ژوندي پاتې شوي او که شهیدان شوي هیرې نه کړو. که اوسمهال دښمن په نظامي ډګر کې ماتې خوړلې؛ خو د مفکورې، ارزښتونو او افرادو له نظره اوس هم د دې خاورې په ګوټ ګوټ کې په رسنیز او غیر رسنیز ډګر کې خپل ناولي افکار د خلکو د ملاتړ په بهانه د مجاهدینو، جهاد او په ټوله کې د اسلام پر ضد ترویجوي. لکه څنګه چې مسلمانانو ته د اسلام د تطبق لپاره الله نصرت ورکړ؛ د پردیو ارزښتونو پرځای باید د مسلمانانو ترمنځ یوازې او یوازې اسلامي ارزښتونه پلي او ترویج شي.

يُرِيدُونَ لِيُطْفِؤُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ ‏[صف: 8] ‏ژباړه: غواړي د الله نور (دین او شریعت) د خپلو خولو په پوکیو سره ووژني، خو الله خپل نور (دین او شریعت) بشپړوي، سره له دې چې کافران یې نه خوښوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx