ادبي لیکني

امېده! د امېدونو غوټۍ دې وغوړېدې خو ته نشته یې

خ.وردګ

الله تعالی فرمایي چې شهیدان مړه نه دي، سمه ده چې ستا یوسفي جسد نن تر خاورو لاندې پروت دی مګر ما ته لا هم ژوندی یې، ستا فکر او تګلاره نه یوازې ما ته بلکه هر مسلمان ته د قیامت تر ورځې ژوندۍ ده او دا لاره به ستا د جنتي وینې شاهده وي.

نن هغه ورځ ده چې تا خپل ژوند ترې قربان کړ خو د دې ورځې په ارمان د تل لپاره پناه شوې، هغه محمدي بیرغ چې ستا په قبر باندې رپېږي نن ستا په ټول هېواد باندې راځوړند دی خو ته نشته یې، هغه کابل چې تا پکې د یو قدم ځای نه درلود نن ټول ستا له ملګرو ډک دی. ستا د کلونو کلونو غم نن بیا را تازه شوی او په هر ځای کې چې ستا د قبر بیرغ رپاند ووینم، له سترګو مې بې واره اوښکې روانې شي.

ستا ملت په ټول ژوند کې د داسې خوښۍ شاهد نه و لکه اوس چې دی خو ستا د نه شتون غم دغه خوښي راڅخه اخلي. هغه څه چې ډېره مې ځوروي دا دي چې ستا د سر قاتلان لا هم ژوندي دي، هغه څوک چې ته یې د تل لپاره راڅخه واخیستې نن په هسکه غاړه ګرځي ځکه چې عمومي عفوه ورته اعلان شوې خو اللهي محکمې ته به په کوم مخ را حاضر شي؟ستا هغو دوه مخیه منافقو ملګرو چې ته یې دښمن ته د څو ډالرو په بدل کې په لاس ورکړې، نن یې همدغه بیرغ په لاس اخیستی او د الله اکبر نارې وهي، هر څوک به وبښل شي خو ستا د انتقام وینه به څنګه سړه شي؟

هغه وخت به مې څنګه هېر شي کله چې د زرني په جومات کې په نیمه شپه الله ته په سجده پروت وې او ناڅاپه امریکایي عسکرو بمبار درباندې پیل کړ، د قرآن مصحفونه یې وسوځول، محراب یې ونړاوه او جومات یې له خاورو سره خاورې کړ مګر آیا پوهېدې چې ستا ګناه څه وه؟

تا ته کله هم د خپلو مټو زور نه و معلوم، ته هغه اتل وې چې ستا له یو پل څخه په لسګونو هېوادونه وېرېدل، ستا د خاموشه کولو لپاره بلا ملکونه راغلي و خو افسوس چې په دې نه پوهېدل چې ستا مرګ دغه لاره لا هم ژوندۍ ساتي، ته که لاړ شې ستا نسل به راشي او دوی په دې نه پوهېږي که ستا د ژوند لمر ډوب کړي سبا به همدغه لمر په بل ځای کې راوخیژي او د دغه اللهي وړانګو ورکول دومره آسانه نده. ته دومره ځواکمن وې چې ستا سره د مقابلې توان یې نه درلود، یوازې ستا له کبله یې په ټول جومات باندې بمبار وکړ ځکه چې له تا یې وېره درلوده، دوی نه پوهېدل چې ته تر ټولو کمزوری یې خو ستا په رګ رګ کې د اللهي ځواک دبدبه پرته ده.

امېده!
ستا د سوځېدلو سپارو او مصحفونو ایرې لا هم الله ته په ژړا پرتې دي چې په کومه ګناه سوځول شوي؟ هغه محراب چې ته پکې شهید شوې اوس هم ستا په شهادت ګواهي ورکوي.د زرني جومات ستا په وینو کې پوخ شوی، د ارګین له هدیرې ستا د څڼو خوشبویي راځي او انبوخاک ستا په یوسفي جسد باندې ښکلی ښکاري.

هغه کوټنۍ چې د غره په لمن کې دې زما د نانځکو لپاره جوړه کړې وه لا هم هماغه ډبرې ترې تاو ديخو ستا په نه شتون کې ړنګه بنګه پرته ده او هغه سپاچه چې له ما سره به دې د چوندرۍ لوبه پکې کوله لا هم هماغسې ده خو ته نشته یې…
هغه غر چې ما او تا به بوټي پکې کول لا هم ستا د پلونو اثر ورباندې ښکاري، زما ماشومتوب په تا ښکلی و، زما نازونه په تا باندې وخو د تل لپاره یې راڅخه پناه کړې.

ای کاش هغه وخت بېرته راوګرځي چې جومات ته به دې بوتلم، دا چې زه ماشومه وم او ټيکری به مې پر سر نه و نو خولۍ به دې را په سر کړه، راته ویل به دې چې جومات ته څوک لوڅ سر نه ننوځي، له څنګ سره به دې ودرولم او دواړو به یو ځای په امام پسې لمونځ کاوه. ای کاش زما د چهارشنبې ورځې انتظار بیا راوګرځي چې تا ته به یې په ښوونځي کې بیسکوټ درکول او تا به ما ته ساتل چې زه یې وخورم.

د ژمي په یخ مازیګر کې به چې تا د جومات په تاوخوانه پسې اور کاوه، ما ته به دې د زېرزمینۍ دروازه خلاصه کړه چې د بابا هغه مجلې ولولم چې له ما یې پټولې ځکه وېرېده چې هسې نه ورکې یې کړم، د څرک او شهامت مجلې مې لا هم په یاد دي چې د جومات په زېر زمینۍ کې به دواړه ورته ناست و.

وخت په تېرېدو و، له ښوونځي فارغ شوې او د طب پوهنځۍ ته دې مخه کړه خو د شهادت هغې مینې چې ستا زړه یې په کراره نه پرېښود، د طب له پوهنځي وایستلې او د جومات او مدرسې د ملګرو خوا ته دې ورغلې.

امېده! ستا نارینتوب په اوسنیو ځوانانو کې نه موندل کېږي، کله دې چې په کابل کې د طب پوهنځۍ پیل کړه؛ د غلامۍ هغه ژوند دې ولید چې تا نه شو زغملی نو ځکه دې هر څه پرېښودل او بېرته د زرني جومات ته ولاړې او د هغه طاغوتي نظام په ضد راپاڅېدې چې ستا رښتوني آزادي یې درڅخه سلب کړې وه.

له تا ډاکټر نه بلکه هغه مجاهد جوړ شو چې له ټپونو یې لا هم وینه بهیږي او د اسلام سپېڅلی تاریخ پرې لیکل کېږي، ستا د سر قاتلان د روس او د انګرېز غوندې په ټيټ سر بېرته لاړل ځکه ستا په څېر اتلان یې که هر څومره وژل لا هم دوه برابره کېدل. نن که ستا په هېواد د توحید بیرغ رپېږي، د الله له نصرت وروسته ستا او ستا د شهیدو ملګرو د مټو په زور او د سپېڅلې وینې په برکت دی.

امېده!
راشه د کرکټ او فوټبال اتلانو ته وروښایه چې اتلولي د هېواد په آزادۍ کې ده نه د نړیوالو جامونو په ګټلو کې، ور وښایه چې نر هغه دی چې نارینتوب ولري او د نارینتوب ستره نښه دا ده چې د پردیو غلامۍ ته سر ټيټ نه کړې، ور وښایه چې ځواني دې ته نه وایي چې په روغتونونو کې خپله وینه تبرع کړې بلکه ځواني دا ده چې د الله په لاره کې خپله وینه توی کړې. ور وښایه چې نران هغه نه دي چې د فلمونو او سریالونو په کتلو شپې سبا کوي بلکه نران هغه دي چې په سنګرونو او پیرو کې شپې سبا کوي.

نه پوهېږم هغه ځوانان ولې نه شرمیږي چې د اسلام په لاره کې یې هېڅ قرباني نه ده ورکړې مګر نن یې بیرغونه اخیستي او ستا په راوړي ویاړ باندې نازیږي، ستا هېواد که نن په ټوله نړۍ کې د امپراطوریو په هدیره باندې مشهور دی دا ویاړ زمونږ نه بلکه ستا او ستا د هغو ملګرو دی چې خپل سرونه یې په دغه لاره کې قرباني کړي. هغه څوک چې نه یې په غرونو کې ژوند تېر کړی، نه یې د نیمو شپو چاپې کتلي او نه د بګرام او ګوانتانامو سپیو داړلي، نن په کومو سترګو په دغې آزادۍ خوښي څرګندوي؟ نه پوهېږم چې په ننیو زلمیو کې دغه احساس ولې مړ شوی دی؟

امېده!
په هغې ورځ چې ته شهید شوی وې، ستا د شهادت خبر یې له ما پټ کړی و ځکه پوهېدل چې د دغه غم زغم په ما کې نشته، ستا له وروستۍ خدای پامانۍ محرومه شوم، ومې نشو کولی چې ستا د شهادت مبارکي درکړم خو نن درته وایم چې:
زما اتل او قهرمان امېده، زما شهید ماما جانه!شهادت دې قبول او اتلولي دې مبارک شه!

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx