شعـــــرونه

په تيښته ولاړه/ نومير

فدامحمد نومير

راغلي په اتڼ وه په ځغاسته باندې ولاړه
پلانونه  ېې سوه خاورې په ماته باندې ولاړه

هر څه  ورته ويل  سوه چې  مه کوئ هلکو
اخير  د اميدو  سره په   تراټه  باندې  ولاړه

پرې ځوړسوله غوږونه کالې ورباندې غټ سوه
د بار او د بنۍ سره  پر کراسته باندې ولاړه

مخ تور ېې په تبۍ سو په کلې ښار بازار کې
چپه په خره سپاره سوه په کړانګه باندې ولاړه

ورميږ ېې د غرور په نړۍ کې افغان مات کړ
په توره شپه په تيښته په ملاسته باندې ولاړه

تيری به په چا نه کا که دا ورته په ياد وه
نوميره  ټول ناولې په څملاسته باندې ولاړه

۳۰ – اوګسټ – ۲۰۲۱

متحده ايالات ، کلفور نيا

 

 

 

 

ReplyForward

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx