شعـــــرونه

د موسم حال – قاري سعید

په واشنګټن باندې نری نری باران وریږي

په لندن هم د پسته وور اټکل دی

د پاریس هسک باندې سپین چکې وریځې

ګرځي راګرځي او یخ سیوري ښندي

او د ژنیو په آسمان

وریځي له لمر سره مستي کړي پټپټاني کوي

د تل آبیب په هسک زیړی ځلانده لمر ځلیږي

خو، د څنګلورې غزې …

هسک تندریز دی ترې بمونه اوري

ټکې رالویږي سره اورونه اوري

هلته مسجد دلته ښوونځی شهید دی

هلته روغتون دلته مخیم لمبه شو

د نړیدلیو ودانیو خیټي

له سرو لړلیو جنازو ډکې دي

د روژتي میندو په غیږ کې دشهیدو طفلکانو اجساد

د زلمکیو ، تورسریو او سپین ږیرو مؤمنانو اجساد

د مړیو شمیر نور له حسابه وزي

خو دمرګوني موسم تنده لا هم نه ده ماته

د آب هوا او داقلیم ماهرین

لا ډيرې ورځې د لمبو د اوریدو اټکل کړي

پخوا به دوی د دوو یا دریو آینده ورځو اټکل خپراوو

مګر دا ځل تر نامعلومې نیټې

پر غزه باندې د اورونو د ورښت اټکل کړي

باداره ! ته یي اټکل وننګوې

د ( حوالینا لا علینا) قبلیدل غواړو

له شنه آسمانه د تندرونو ورښت (!)

ددې بدمرغه موسمونو بدلیدل غواړو

د رحمتونو وریدل غواړو

د زخمي زړونو رغیدل غواړو !

پای

۲۸رمضان ۱۴۳۵هـق په غزې د برید نولسمه ورځ

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x