نظــر

د اضافي لګښتونو مخنيوی په کار دی!

مولوي فاروق غلجی

حقيقت دا دی چې اوس مهال موږ ته څه داسې دولتي تشکيلات هم راپاتې دي چې د عام ولس د خدمت لپاره يې نه کوم ضرورت شته او نه يې څه ګټه رامعلوميږي. بلکې هر سړی پوهيږي چې دا به حتماً د هماغو واکمنو خپله مجبوري او يا کوم تحميلي فرمايشات وو.

د مثال په ډول د ځينو لويانو په لسګونو بهرني او کورني سلاکاران، د يوه مأمور د اړتيا پر ځای هلته د شلو کسانو ګومارل، بيا د هغوی لپاره د موټر، موټروان، څوکيدارانو او نورو ډېرو مصارفو ورکول.

دغه راز د حکومتي ادارو لپاره ډېر ګران بيه او لوکس اسباب او سامان پيرودل. دا ټول هغه څه دي چې د حکومتي دفترونو لګښتونه يې له يوې خوا په يقيني توګه د افغانانو د ژوند له کچې ډېر پورته خېژولي او له بلې خوا يې پرديو ته زموږ خپله مجبوري او محتاجي څو برابره زياته کړې ده. د دغسې بې ځايه مصارفو په شتون کې به خامخا موږ يو ځل بيا په غلامۍ کولو مجبوريږو. له بلې خوا د مؤظفينو او تشکيلاتو تراکم هم د حکومت لپاره لوی سرخوږی او د بې نظمۍ لامل ګرځي او هم عوامو ته په خدماتو وړاندې کولو کې ډېره پېچلتيا منځ ته راوړي.

په دې اساس لازمه ده څو د مشرتابه له لوري د ټولو سرکاري تشکيلاتو د چاڼولو په موخه يو معتبر هيئت وټاکل شي، څو ژر تر ژره خپل کار هم پيل او لاس ته راوړي نتايج په کوټلي شکل مشرانو ته وسپاري.

موږ باوري يو چې که حکومت په هر اړخيزه توګه د ضرورت او کفايت دغه ډول پاليسي خپله کړي، ډېر ژر به زموږ نوی نظام هم پر خپلو پښو ودريږي او پرديو مرستو ته به نه مجبوريږو.

پاتې شوه د بې روزګارۍ موضوع؛ نو دا خو هسې هم دومره لوړې کچې ته رسېدلې چې که په مؤثره توګه د حکومت له خوا مناسب پلانونه ورته جوړ نه شي او د هېوادوالو دا ستونزه اواره نه کړای شي، له سرکاري پانګې د څو زره کسانو په پاللو سره خو به هيڅکله حل نه کړی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx