افغانستان

انټوني بلينکن: تر دې وروسته به له افغانستان سره د امريکا چلند يوازې له ډيپلوماټيکو لارو وي

نن ټکی اسیا ( سه شنبه، ۹ وږي، ۱۴۰۰ل):  د امريکا متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن ويلي، په افغانستان کې د امريکا شل کلنه جګړه پای ته رسېدلې او تر دې وروسته به له افغانستان سره د امریکا چلند يوازې له ډيپلوماټيکو لارو وي.

انټوني بلينکن زياته کړې، چې امريکا به هېڅکله افغانان يوازې پرې نږدي او له افغان ولس سره به خپلو مرستو او همکاريو ته دوام ورکړي، خو دا مرستې به د طالبانو پر لاسو نه، بلکې د نړيوالو مؤسسو له لارې افغانانو ته رسول کيږي.

نوموړي ويلي، چې امريکا خپل ډيپلوماټيک ماموريت له افغانستانه قطر ته لېږدولی دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير په وينا په افغانستان کې يې پوځي ماموريت پای ته رسېدلی او ډيپلوماټيک ماموريت پيل شوی او د افغانستان په اړه له ګڼو دولتونو سره په اړيکه کې دي.

انټوني بلينکن زياته کړې، چې په افغانستان کې د امريکا پوځي حضور او عمليات پای ته ورسېدل او د ټولو هغو دولتونو مننه کوي، چې د پوځيانو ويستلو بهیر کې يې له امريکا سره مرسته کړې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير زياته کړې، چې تر  يو لک او ۲۳ زرو زيات افغانان يې په خوندي توګه لېږدولي او د نورو افغانانو مرستو ته هم چمتو دي، خو د پاتې افغانانو به لېږدول ستونزمن وي او له طالبانو سره يې خبره کړې، چې قانوني اسناد لرونکو افغانانو ته به د بهر تګ اجازه ورکوي.

انټوني بلينکن دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره شپه دولس بجې په افغانستان کې د امريکا شل کلن اشغال  عملا پای ته ورسېد او افغانان د يوه خپلواک هېواد څښتنان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x