افغانستان

هند په لومړي ځل له طالب چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

نن ټکی اسیا ( سه شنبه، ۹ وږي، ۱۴۰۰ل): په قطر کې د هند سفیر “ډیپاک میتال” په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مرستیال “شیرمحمد عباس ستانکزي” سره لیدلي او د افغانستان د روان حالت په تړاو یې د هند اندېښنې ورسره شریکې کړې دي.

د هندي رسنیو له لوري په همدې تړاو خپرو شویو معلوماتو کې راغلي چې په دې لیدنه کې د هند سفیر ټینګار کړی چې په افغانستان کې پاتې هندي اتباعو او ټولو هغو لږکیو ته چې وتل غواړي باید له افغانستانه د وتلو خوندي لار ورکړل شي او امنیت یې خوندي کړل شي.

ډیپاک ویلي، چې افغانستان باید د “ترهګرۍ” په مرکز بدل نشي او افغان خاوره باید د هند خلاف ونه کارول شي.

په دې ناسته کې طالب چارواکو د هند استازو ته ډاډ ورکړی چې ټولو ستونزو ته یې لاسرسی کېږي.

دا په تېرو څو کلونو کې لومړی ځل دی چې هند له طالبانو سره رسما تعامل کوي او استازي یې له هغوی سره خپلې اندېښنې مخامخ شریکوي.

هند په سیمه کې د طالبانو ستر مخالف پاتې شوی دی.
هند د طالبانو د تېر حکومت په مهال د طالبانو ضد شمالي اتحاد او تر هغه وروسته د تېر حکومت نږدې ملاتړی پاتې شوی او د طالبانو خلاف یې له یاد حکومت سره سترې نظامي مرستې کړې دي.

طالبانو که څه هم تر دې دمه د هند له سفیر سره د لیدنې خبر نه دی تائید کړی؛ خو تر دې وړاندې طالب چارواکو په بیا، بیا ډاډ ورکړی چې د هند په ګډون له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د هغوی خلاف وکاروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx