افغانستان

د طالبانو رهبري شورا د راتلونکي حکومت او نورو موضوعاتو په تړاو درې ورځنۍ غونډه کړې

نن ټکی اسیا ( سه شنبه، ۹ وږي، ۱۴۰۰ل): په کندهار کې د طالبانو د مشر “شیخ هبة الله اخوندزاده” په مشرۍ د رهبري شورا غړو درې ورځنۍ ناسته کړې او د راتلونکي حکومت په ګډون په مهمو موضوعاتو یې خبرې کړې دي.

د طالبانو له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ناسته د تېرې شنبې په ورځ پیل او د دوشنبې په ورځ پای ته رسېدلې او په مهال یې “د هیواد په روانو سیاسي، امنیتي او اجتماعي چارو هر اړخیزي خبري وشوې، چي په جریان کی یې د امنیتي وضعیت د لاښه والي، اداري نظم، شفافیت، د بیت المال د اجناسو او تاسساتو د حفاظت او له ولس سره د ښه چلند او هغوی ته د سهولتونو د برابرولو په اړه یو لړ تصمیمونه ونیول شول.”

خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې، چې په هیواد کي د نوي اسلامي حکومت د جوړیدو او کابینې په اړه هم لازمي مشورې وشوې او د غونډي په پای کي د اسلامي امارت مشر د شوری غړو ته هر اړخیزي لارښو وني وکړې او ټول یې خپلو مسئولیتونو ته متوجه کړل.

دغه ناسته داسې مهال ترسره کېږي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ بشپړه شوې او هیواد د طالبانو تر ولکې لاندې دی.

طالبان وایي، هڅه کوي ژر تر ژره نوی حکومت جوړ او اعلان کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

ددی خیټورو عکس ددوی وحشت ، وژل او د ISI تمثیل دی دوی د قاتلو وحشی تنظیمونو او وحشی قاتلو کمونیستانو څخه هیڅ توپیر نلری لدی خاطره اجنبیانو همدا بی سواده غلامان د خپلو شومو هدفونو لپاره په مختلفو فریبیو سره په خپلو خائینانه غیږو کښی محکم نیولی دی او نظر شرائیطو ته ئی په نوبت مخ ته کوی حتی اجنبیان د فریبی لپاره د همدوی لپاره د همه شمول حکومت غوغا هم کوی ددوی غلامان اصیل افغانان ندی او نه به راتلوونکی کښی ددوی څخه د افغان اصلیت توقع ولرلۍ شی !!!! دا ظالم اجنبیان باید خپل غلامان خپلو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx