ورزش

مجیب ځدران یو ځل بیا په بیګ باش لیګ کې د بریسبین هیټ لوبډلې سره یوځای شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ وږی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان غوره سوکه توپ اچونکي مجیب الرحمن د استرالیا په بیګ باش لیګ راتلونکي پړاو کې یو ځل بیا د بریسبین هیټ لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ.

د بریسبین هیټ لوبډلې په یوه خبر کې ویلي چې د څلورم ځل لپاره یې د مجیب سره تړون لاسلیک کړ.

مجیب د بریسبین لوبډلې سره په یوځل بیا تړون خوښي ښودلې او دا یې د ځان لپاره ویاړ ګڼلی، نوموړي څرګنده کړې ده چې غواړي د یادې لوبډلې لپاره اتلولي وګټي.

مجیب وایي، «زه هلته ډیر خوښ یم، ښه خلک دي، مینوال زما او د لوبډلې بشپړ ملاتړ کوي. هیله لرم چې ددوی لپاره دغه اتلولي خپله کړم».

https://twitter.com/HeatBBL/status/1432599452724854789?s=20

د بریسبین هیټ لوبډلې مشر روزونکی ویډ سیکومبی د مجیب له کارکردګۍ خوښ دی او په وینا یې هغه ورځ تر بلې غوره کیږي.

د یادې لوبډلې مرستیال روزونکی چې په سل توپيز لیګ کې د مجیب د لوبډلې روزونکی و په لوبډله کې د هغه په تړون خوښي ښودلې او په وینا یې «مجیب سره به زمونږ د لوبډلې توازن مساوي شي، او د هغه مهارتونه او کنترول کولی شي د نورو لوبغاړو سره هم مرسته وکړي».

https://twitter.com/HeatBBL/status/1432671774265647114?s=20

۲۰ کلن مجیب الرحمن په تېر پړاو کې د یادې لوبډلې دوهم مخکښ لوبغاړی و چې یوازې په ۸ لوبو کې یې ۱۴ ویکټې واخیستې، نوموړي په یوه لوبه کې د ۱۵ منډو په بدل کې ۵ ویکټې هم اخیستې وې چې په دې سره د بیګ باش شپږم غوره توپ اچونکی شو.

مجیب ځدران د بیګ باش لیګ په درې فصلونو کې په ۲۱.۲۴ اوسط سره ۲۹ ویکټې اخیستې دي. په یاد لیګ کې یو شمېر نور افغان لوبغاړي هم لوبیږي.

د یادوې وړ ده چې د استرالیا بیګ باش لیګ یوولسم پړاو سیالۍ به د دیسمبر میاشتې په ۵مه نېټه پېل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx