نظــر

ویاړلې شېبې او رسنيز فقر!

ابوبکر خپلواک

په نن نړۍ کې هر تحریک او حکومت د خپلې بقا لپاره دوې حربې کاروي؛ یوه یې نظامي او ورسره څنګ کې مطبوعاتي هغه، د میډیا او مطبوعاتو میدان تل خورا پراخ وي.

حکومتونه د همدې میډیا پر مټ، خپل هر نیک عمل ته انعکاس ورکوي، خپلې غلطۍ پکې تحریف او توجیه کوي، خپل ملت او نړیوالو ته د قناعت ورکړې وسیله یې ګڼي، د خپل فکري مخالف د فکري مهار او موافق جوړولو نسخه یې بولي، همدا د نننۍ عصري نړۍ یو منلی حقیقت دی.

تېر رژیم پدې ډګر کې بریمن و، خپله باطله داعیه او ککړ مخ یې تر ډېره مقدس معرفي کړ، له هر عادي حکومتي رئیس او مشر سره د کمره مين شتون ضروري وو، مخ او شاته به یې منډې وهلې، له هر ګام به یې انځور اخیست، خپل هر مثبت عمل ته به یې د هیواد ټولې رسنۍ دعوتولې.

طالب چې پوره دوه لسېزې له نړیوال استکبار سره پنجه و، نظامي میدان یې له ابتداء ګَرم خو میډیا بیا له ابتداء د صفر معادل وه، هغه وخت پړ نه راتلل، ځکه معقول عوامل موجود و، محدودیت اوچت او دښمن خورا ستر و، فرهنګي طالب خپل مخ له میډیا پټ ساتلو، د ټلویزون او راډیو بنسټ محال و.

اشغالګر او ملګري یې دومره جابر او ناځوانه وو چې خپل مخالف ته یې تر آخره د بیان حق ورنکړ، اوس چې طالب د حاکمیت تر میدانه راغلو، هیواد خپلواک او میډیا په واک کې شوه، وسائل پریمانه او محدویت ختم شو، هره میډیايي کمي په کاستۍ او ټمبلۍ حسابیږي، خبره تر دې را یاده شوله چې پرون د ستر کندهار په ستر هوایي ډګر کې طالب خپل موجود هوایي ځواک تجربه کړ، دا لومړنی نظامي رسم ګذشت وو، خو ویډیو د موبایل په کمره وشوه، رسنۍ او معیاري میډیا یې پوښښ هیڅ تر سترګو نشو. کنه معقوله خو دا وه چې د توحید هغه توغ چې د زرګونه شهیدانو په وینو اوچت شو، د څرخکې په ټټر ټومبل شوی وای تر څو د ابدال په خاوره ولاړ آسمان هم منور او ځلیدلی وای، د سپین بیرغ هره څپه د ځوریدلي مؤمن افغان زړه ټکوروي، عادي یې مه ګڼئ.

دا کجي له بدمرغه نن بیا تکرار شوه؛ سهار محترم ویاند ذبیح الله مجاهد له خپل فرهنګي ټیم سره د هیواد د بشپړې آزادۍ د لمانځنې په پار د کابل هوایي ډګر ته لاړ، هلته یې وینا وکړه، خو د سټېج، لوډسپیکر، ستر بیرغ او میډیايي پوښښ په نشتون کې.

کنه دا شیبې باید د ملي راډیو ټلویزون له لارې په ټول هیواد کې په کراتو خورې شوې وای، فرهنګي ملګرو دا مو مسؤلیت دی.

امید ده دا کمی چې جبران نلري بیا تکرار نشي،

(۱۴۰۰/۶/۹ د بشپړې خپلواکۍ ورځ)

(وردګ، افغانستان)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx