افغانستان

بایډن: همدا د افغانستان د جګړې د ‌پای ته رسولو وخت وو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ وږي، ۱۴۰۰ل):د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «جوبایډن» یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکایي جګړې له پای ته رسولو هرکلی کړی او ټینګار یې کړی، چې یاده جګړه د غځېدلو نه وه او اوس یې د پای ته رسولو وخت وو.

بایډن چې په افغانستان کې یې د جګړې د پای ته رسولو په تړاو یوې ناستې ته وینا اوروله وویل، چې په افغانستان کې جګړه د القاعدې د له منځه وړلو او د اسامه د وژلو لپاره پیل شوې وه او اوس چې یاد اهداف ترلاسه شوي، نو اړتیا نه وه چې د افغانستان جګړه غځول شوې وای.

ده وړاندې زیاته کړې، چې په افغانستان کې جګړې پراخ لګښت درلود، د امریکا له ملي ګټو سره په ټکر کې وه او ده نشوای کولای چې د امریکا دویم نسل هم د افغانستان جګړې ته ولېږي او هلته یې قرباني کړي.

بایډن ټینګار کړی، چې اوس ۲۰۲۱ کال دی او «ترهګري» له افغانستان څخه د افریقا او نورو عربي هیوادونو لوري ته کوچېدلې،‌ نو ځکه اړتیا نشته چې د ۲۰۰۱ کال اهداف تعقیب کړل شي.

نوموړي په افغانستان کې د حکومت سقوط کېدل د افغان عسکرو له امله بللي او په خبره یې، دا چې درې سوه زره روزل شویو او مجهزو افغان عسکرو د خپل هیواد لپاره جګړه نه کوله، نو امریکايي عسکرو ته هم اړتیا نه وه چې په یوه پردۍ «ولسي جګړه» کې ښکېل پاتې شي.

بایډن ویلي، اشرف غني جګړه ونکړه او له افغانستانه وتښتېد.

نوموړي څرګنده کړې، چې له طالبانو سره د ټرمپ د تړون له امله امریکا ته یوازې دا انتخابونه پاتې وو، چې یا به جګړه غځوي او یا به هم عسکر را باسي؛ خو دده په خبره، دا د امریکا په ګټه نه وه چې جګړه وغځوي او یوه لسیزه نور هلته پاتې شي.

بایډن داسې مهال په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو له پریکړې دفاع کوي، چې تېره ورځ ټول امریکايي عسکر په بشپړ ډول له افغانستانه ووتل.

اوس مهال هیواد د طالبانو تر ولکې لاندې دی او راتلونکو څو ورځو کې د حکومت د اعلانولو پلان لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx