نظــر

د اشرف غني ناکامي او د پلويانو خوش باوري

م. ا. جوهري

د نړۍ تاريخ ته په کتلو دا خبره جوتېږي چې ګټه او بيلاد د جنګ رواج دی، اوس مهال د طالبانو او امریکا جنګ پای ته ورسېده؛ نړيوال او په ځانګړې توګه د امريکا عوام په دې خبره معترف دي چې دا جنګ امريکا او د هغوی متحدينو بايلود.
يو څه خلک وايي چې په دې جنګ کې ډېرو افغانانو ژوند له لاسه ورکړ نو ځکه دا د افغانانو بريا نه بلکه بيلات و خو د دوی دا خبره په پوچ مغزۍ يا ناپوهۍ بنا ده.

که چېرې يو شخص ستا د کور لوټلو او ستا غلام کولو لپاره مسلح راشي او ته غلی ناست يې چې تر څو ستا د کور کړکۍ او دروازې ماتې نشي يا ته پکې ژوبل نشي نو دا يو کمزوری او په بزدلۍ ولاړ دليل دی.

له مونږه مخکې هندوانو، ويتناميانو آن امريکايانو هم د برطانيې او فرانسې څخه ازادي اخيستې، لنډه دا چې کومو قومونو هم ازادي اخيستې قربانۍ يې ورکړي، که يو قوم د خپلې ازادۍ لپاره قرباني ورنکړي کله هم آزادي نشي ترلاسه کولی؛ همدا لامل دی چې د ازادۍ جنګ په ټولو قومونو کې مقدس جنګ بلل کېږي، د ازادۍ جنګيالي د ( freedom fighters ) په نامه ياديږي چې دا يو پياوړی لقب دی، د همدې قربانيو نتيجه وه چې موږ ته الله آزادي او بريا راپه برخه کړه.

يو شمېر خلک وايي چې د امريکا وتل او د کابل نه تخريب کېدل د اشرف غني سياسي بريا او ځيرکتيا وه، دا ادعا ډېره مايوس کوونکې او د اشرف غني په کمزوري سياست پرده پوشي کول دي او يا هم خپل زړه ته د ناکامه تسکين ورکولو تر ټولو اسانه لار ده.

اشرف غني د خپل سياست له اولنيو ورځو څخه ډېره محدوده او جامده مفکوره درلوده، هغه د افغانانو باور ترلاسه کولو لپاره د افغانانو فکر مطالعه کړ، بيا يې د وطن پرستۍ، وطن سره ليونۍ مينه، ماشومانو ته غاړو ورکولو، د افغانستان نه هندوستان ته برق تېرولو، د پاکستان خلاف نعرو وهلو لنډه دا چې هر هغه آرزو چې د افغانانو په زړه کې وه؛ په تقريرونو کې ويل پيل کړل.

اشرف غني د افغانانو دوکه کولو لپاره فقط نمايشي کارونه وکړل لکه د دارالامان ماڼۍ رغول، د بيرغ ورځ لمانځلو لپاره په ميليونونو ډالر مصرفول، ډوډۍ ويشل او د کرکټونو، رسنيو ، سندرو، له لارې خپل ځان د افغانانو نيلسن منډيلا معرفي کول د هغه يو مهم هدف وو.

هغه فقط هغه کړنې کولې چې فقط نمايشي او د ځوانانو جذبات جذب کول پرې ممکن ول.

د کمال خان بند دومره رسنيز شو چې په مياشتو مياشتو يې د افغانانو په ذهن کې دا خبر کېکاږله چې ګويا هغه ټول افغانستان جوړ کړ، په دې بند جوړول هغه نه يوازې دا چې د اتلولۍ مډال اخيسته بلکه په هغه ميلياردونو ډالرو يې هم پرده اچوله کوم چې د ده خپل ورور په نامه جوړ شوې ملي شرکت له لارې وهلې.

د اداراتو دا حال و چې روزانه معلوم رشوت تقريباً اته ميليونه ډالرو ته رسېدلی و، په يو لک ډالر ښه فوق العاده مکتب جوړېږي، معنا دا چې روزانه اتيا مکتبونه د ده په ادارو کې ضايع کېدل، هغه چې نامعلوم رشوت او فساد و هغه بيل دی. پارلماني چوکۍ د پنځه لکو نه واخله تر شپږ لکو ډالرو پورې خرڅېدلې، فوځ کې بيلابيلو جنرالانو او قوماندانانو اسلحې او مهمات خرڅول، د ملي اردو عسکرو ته په مياشتو مياشتو تنخواه نه ورکول کېدله، حال دا چې آمريکا په مرستو او تنخواه ورکولو کې يوه ورځ هم تاخير نه دی کړی، بهرنۍ مرستې به غلا کېدلې؛ د جنسي رشوت قيصو يادونه به نه کوم.

پوښتنه دا ده چې اشرف غني په دې کړنو خبر و او کنه؟
که چېرې خبر و نو ولې يې مخنيوی نشو کولی؟ يو ولسمشر چې دومره ناتوانه شي هغه يو هوښيار او ځيرک ولسمشر کېدای شي؟ او که چېرې خبر ترې نه و نو آيا يو پوهه او کامياب ولسمشر دومره غفلت کولی شي؟

اشرف غني په هره مياشت کې واليان، قوماندان او جنرالان بدلول، دا بدلونونه د دوه لاملونو پر بنسټ کېدای شي يو دا چې اشرف غني په اشخاصو پيژندلو کې ناکامه و، دويمه دا چې هغه نه لار ورکه وه نو ځکه يې توکل باندې هره ټاکنه کوله.

په مهمو څوکيو يې داسې خلک ګمارلي وو چې افغانستان کې يې ډېر کم ژوند کړی و، د افغانستان د خلکو له مزاجه او ضرورياتو خبر نه و بلکه اکثره يې فیسبوکي اتلان وو؛ نيم حکومت د فيسبوک په خوښه چلېده، چې په فيسبوک کې به خلکو څه وويل يا مشهوره کړل سبا به د هغې مطابق اوامر ورکړل شوي وو، شايد تاسې به په سلګونو ځل د مختلفو سياسينو له خولې د فيسبوک نوم اوريدلی وي، هر والي او وزير به فيسبوک ته ناست و، د خپلو صفتونو لپاره به يې د سيکرترانو په لاس پاڼې چلولې.

د الحاج فلانکي صاحب پلويان، چپن به يې اچولې تسبيح په لاس او په څټ به يې پکول ايښی و.

والي يا وزير به چې يو چاسره دوه ډوډۍ مرسته کوله نو په لوړ کيفيت ويډيو او بيا د هغې سره د ترکانو غمګين ميوزيک لګول به يې نه هېرول.

د دې ټولو خبرو دا نتيجه شوه چې هغه فوځ چې نوي ميليارده ډالره مصارف پرې شوی و، هوايي ځواک يې درلود، بهرنیانو ټريننګونه ورکړي وو، د يو داسې چا پر وړاندې تسليم شو چې نه ورسره هوايي ځواک و، نه ورباندې کوم خاص مصارف شوي وو، نه ورسره خاص اسلحه وه، بلکه د اشرف غني په آند د حقانيه مدرسې وظيفه خواره وو.

نه يې په هيواد کې معلوم دفترونه لرل، نه يې روغتيايي مرکزونه لرل، نه يې تعليمي مراکز لرل، نه ورسره د بهرنیو هیوادونو کومه غټه او خاص اسلحه ليدل شوې وه.

بيا هم درې لکه مجهز فوځ، اويا زره طالبانو ته تسليم شو، لامل يې څه و؟

آيا لامل يې دا و چې اشرف غني نه غوښتل چې جګړه وشي نو ځکه يې خپلو ځواکونو ته امر وکړ چې تسليم شئ؟
که چېرې دا لامل وي نو بيا ولې اشرف غني په هلمند او کندهار کې په عامو خلکو په اخرو وختونو کې هم بمونه ورول؟ بيا يې ولې د بايډن سره وروستۍ ليدنې پر مهال په جګړه ټينګار کاوه؟ آيا غني نړۍ ته دوکه ورکول غوښتل او قصداً يې جګړه نه کوله؟

په داسې حالت کې جګړه نه کول خپله يو عار او ناکامي ده، فوځ درسره و، نړيوالې مرستې درسره وې نو بيا هم خپل ازلي دښمن ته تسليم شوې؟

آيا ستا درې لکه اردو ونه توانېدله چې ښارونه هم بچ کړي او دښمن هم وځپي؟ که مثال په يو کور کې لس نفره په اسلحو سمبال ناست وي او له بېرون نه درې نفره د کمزورو اسلحو سره راشي نو په دې وخت کې څه کول پکار دي؟ هوښياري څه ده؟ هوښياري دا ده چې ورته تسليم او خپل کور ورته پرېږدې تر څو جګړه ونشي؟

دا دليل يو عقلمند انسان مني؟

ښکاره خبره دا ده چې د اشرف غني د فوځ مورال لوېدلی و، فقط يو څو دانو ته به يې جنګي لباس واغوستل او کله به يې لمونځ ته مخکې کړ، کله به يې ملي تلويزيون کې پروګرامونو کې د پيغلو د لاس ګلونه اخيستل، کله به يې ورسره د ترکانو جذباتي ميوزيکونه ولګول او کله به اشرف غني پخپله کوم قوماندان ته زنګ وواهه، ويډيو به يې وکړه او بيا به يې د ارګ له صفحې نشر کړه، تر څو عام خلکو ته وښايې چې زه د فوځ سره په اړيکه کې يم، دا هغه څه وو چې فقط عام خلک پرې ښه دوکه کېدلی شول، د ملي اردو زخميان، يتيمان، معذوران بې سرپرسته پاتې ول.

د فوځ غيرت دې ته پاتې و چې په ښارونو کې د خلکو په کورونو چاپې ووهي، بلکه وس خو برطانيې اعلان کړی چې د افغانستان سرتيري به برطانيه کې د برطانيې لپاره جنګېږي، يعنې فوځيان فقط روباټونه وو چې د افغانستان سافټوير ترې لرې او برطانيې سافټوير پکې انسټال کړل شو، نور وطني غيرت فقط د ټک ټاک او فيسبوک لپاره نمايش وو، فوځ او ادارې له منځه خوړل شوې وې، د اشرف غني د کابينې او د وزيرانو نا اهلۍ ته په کتلو هر فوځي يوازې او يوازې د دې لپاره دنده کوله چې خپله تنخواه واخلي، نور هيڅ چا هم د اشرف غني يا وطن لپاره د سر ورکولو زحمت نه کولو.

په اخره کې چې اشرف غني خپل ځان ناتوانه وليده نو ځواکونو ته يې د نمرو ورکولو او سرکونو په نوم کولو وعدې ورکول پيل کړل يعنې اشرف غني خپلو ځواکونو ته مصنوعي روحيه ورکوله، کوم فوځي به چې يو ځل پنجاب مرده باد ويل په سبا به يې هغه درستيز کړ ځکه چې هماغه به ډېر غيرتي ښکاره کېده، سميع سادات چې د ځواکونو لپاره تجهيزاتو يو قراردادي و؛ اول د هلمند او کندهار بيا ورپسې شپې تر شپې د کابل امنيه قوماندان کړ (سميع سادات هم دوه ورځې مخکې په ليکل شوې مقالې کې د اشرف غني نااهلي څرګنده کړه).

اشرف غني چې پوهه شو چې واک نور له لاسه په وتلو دی نو د باصلاحيته هيئت ټاکلو تصميم يې ونيو، له دې مخکې د اشرف غني ټولې مذاکراتي خبرې فقط نمايشي وې، لامل يې دا و چې هغه په هيڅ صورت له واکه تېرېدل نه غوښتل؛ ځکه خو يې بايډن سره د ليدنې پر مهال هم د جګړې له لارې د مسئلې په حل کولو ټينګار کولو.

اشرف غني کله هم په خپل اختيار د کابل ساتنه ونکړه بلکه بله لار نه وه، هغه په اخري ورځ هم د پلچرخي په زندان بمبار وکړ او درې سوه قيديان يې شهيدان کړل، ټول افغانستان د طالبانو لاس ته ورغلی و يوازې کابل پاتې و؛ په کابل جګړه کول د حماقت له پاسه حماقت کول و، هغه پوهېدلو چې ځواکونو په ټول افغانستان کې ماتې وخوړه نو کابل کې به څنګه بريا او فتحه ترلاسه کړم؟

بالاخره خبره داسې يوې نتيجې ته ورسېدله چې غني نه ځان پريښود، نه يې وزيران پاتې شول، نه يې سياسي رېښې پاتې شوې، نه يې فوځ پاتې شو، نه يې کابينه پاتې شوه، نه يې په افغانستان کې خپل سياسي مستقبل پرېښود.

آيا يو کامياب ولسمشر خپل ځان دومره بې وسه کولی شي؟ آيا يو کامياب ولسمشر دې ته وايي چې فقط په يوولس ورځو کې درې لکه اردو او په شلو کالو کې جوړ شوی نظام منحل کړي؟

د امريکا سره د اشرف غني خفګان لامل دا نه دی چې ګواکې اشرف غني امريکا ته دوکه ورکړه، بلکه اشرف غني د ناکامه مديريت او سر زورۍ له امله د امريکا لاسته راوړنې هم په سيند لاهو کړې او خپلې هم.

امريکا ته د اشرف غني ظرف معلوم شوی و چې جګړه په زور نشي ګټلی نو ځکه يې ورته دا مشوره ورکړه چې مذاکرات وکړه، امريکا نه غوښتل چې اشرف غني، اردو او دا نظام له منځه لاړ شي، هغوی غوښتل چې طالبان هم کابل ته راولي او بيا يې ورځ تر بله منجمد کړي، ساحه يې تنګه کړي شپږ اووه کلونو کې به طالبان هم لکه د حکمتيار صاحب په څير بې واکه او بې وسه کړي، په دې ترتيب به په افغانستان کې د امريکا د خوښې حکومت هم پاتې شي، مخالفين به هم ختم کړي او په آسيا کې به يو تل پاتې متحد هم ولري.

ځينې ځوانان وايې چې امريکا افغانستان ورانول غوښتل، دا غلطه خبره ده؛ آمريکا د افغانستان ورانول نه بلکه غلام ساتل يې غوښتل، که امريکا د افغانستان ورانول غوښتل نو تر ټولو اول به يې خپلې اسلحې، طيارې او مهم تجهيزات له افغانستانه ويستلي ول، امريکا بيا لس کاله نوره هم په افغانستان کې نه پاتې کېده بلکه په وخت يې افغانستان ورانولو او تلله، هر کله چې امريکا فقط طياره ميدان پورې محدود شوه نو پوهه شوه چې هر څه له لاسه لاړل بيا يې په طيارو ميدان زړه يخ کړ.

اشرف غني د امريکا متحد و د امريکا مخالف نه و، هغه په هيڅ صورت نه غوښتل چې امريکا دې په افغانستان کې ماتې وخوري، هغه خپل ځان د واشنګټن او نيويارک ساتونکی بللو.

که اشرف غني امريکا ته دوکه ورکولی نو بيا په اخري ورځ تښتېده؟ آيا صلحه کول اردو او نظام ساتل تر ټولو بهترينه لار نه وه؟

که چېرې اشرف غني امريکا ته دوکه ورکولی نو خپل راروان دوه کاله حکومت يې په څه ساتلو ؟

اشرف غني په خپلې اخرې ويډيو کې د خپلې ماتې اعتراف ولې وکړ؟

آيا سياست ګټل دې ته وايي چې خپله په يو بل هيواد کې د مزدور په څير په اقامه ژوند وکړې؟

اشرف غني سياست نه دی ګټلی او نه يې کابل ساتلی، هغه نور هيڅ نشو کولی، په عامو بلډنګونو بمباري کولو د هغه حکومت ته بقاء نشوه ورکولی، په ۳۱ ولايتونو کې د شکست نه بعد په کابل کې حکومت ګټل ناممکن و.

هم يې ځان نړيوالو ته بدنام کړ، د يو تښتېدلي ولسمشر په نوملړ کې شمار شو، هغه خپله وايي چې ما د خپل سر د ساتلو په خاطر تېښته وکړه،
هغه به تل ويل چې دا مې کور دا مې ګور ده، ګور معنی دا چې هر څه وي تر اخره به همدلته يم، هغه په خپله ژمنه عمل ونکړ.

هغه يو ناکامه شخصيت و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx