شعـــــرونه

رازونه پټ دي/ حيدري

محمد اغا حيدري

خاموشۍ کې مې بلا رازونه پټ دي
بس یوازې پکې ستا رازونه پټ دی

غلې غلې ترږمۍ کې چې را ګوري
دې سپوږمۍ کې د رڼا رازونه پټ دي

زه په دغسې یو راز باندې مین یم
ستا په مخ کې د ښکلا رازونه پټ دي

پدې حال باندې یو بل سره مسکي دي
پاس په ستورو د سما رازونه پټ دي

تړمې تړمې په شلېدلي ګریوان درومي
د دې اوښکو خامخا رازونه پټ دي

راشه زما له زخمي زړه نه تپوس وکړه
را سره بس د اشنا رازونه پټ دي

تلوسه کې مخامخ چې درته ګورم
ستا په سترګو کې زما رازونه پټ دي

زه حیران د حیدري! یم دې کمال ته
په غزل کې هره خوا رازونه پټ دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx