ادبي لیکني

شهید اشنا ته

محمد نبي سلطاني

شهید اشنا!
نن غواړم یو زېری درکړم؛ داسي یو زېری، چې په اورېدلو سره به يې ستا د اسلام او هيواد په غم ناکراره روح پر کراره سي، د ارام ساه به واخلي او د جنت په دنګو منارو کې به ټوپونه ووهي.

دا د الهي نصرت زېری دی، د یوې سترې فتحې زېری دی، د یوې تلپاتې سولې زېری دی، د یو سپین سپېڅلي اسلامي نظام د راتلو او بالاخره د نړۍ د ستر طاغوت، وحشي ښکېلاکګرو، حیوان صفتو او د ظلم، وحشت او بربریت دنګو منارو نړولو زېری دی.

هو شهید اشنا!
یوه ستره فتحه مو په نصیب سوه، د ظالم کاسه نسکوره سوه، د وحشت دېوالونه ونړېدل، د ظلم او ستم دنګ منارونه له خاورو سره خاورې سول، د اشغال کمبله ټوله سوه او د دې ولس او هيواد دښمنانو له دې هيواده پښې سپکې کړې.

هو شهید اشنا!
د مظلومو اسیرانو آهونو رنګ راوړ، د زخميانو د اهو ناره رب واورېده، د سپېڅلیو او معصومو شهیدانو سپېڅلې وینه هدر نه سوه، الله جل جلاله مو نصرت وکړ د نړۍ دنګ منار مو نسکور کړ، نن يې (۱۴۰۰سنبله ۹) وروستی عسکر هم له ګران هيواد (افغانستانه) پښې سپکې کړې، له کومه چې راغلي وو بیرته هلته شرمېدلي ولاړل، ته پوهېږې اوس د ټولو هيوادوالو پر شونډو مسکا ده، د سپینو سپېڅلو بیرغو تر چتر لاندې ډلې – ډلې د تکبر په نعرو دي ستا او د خپلې بریا ورځ لمانځي.

هو شهید اشنا!
ته پوهيږې چي اوس د هر یتیم پر شونډو خندا، د هرې کونډې پر ژبه د الله اکبر نعره، د هر زخمي پر ژبه دعا ده. اوس دلته هر نارآمه آرام، هر نړېدلی سمسور او هر تللی راغلی دی.

شهید اشنا!
زېری مې درباندې د مخلصو، ژمنو او د هيواد د اصيلو بچیانو ( مجاهدینو)د شهادتونو، ربړولو، بې عزته کولو او بې کوره کولو لړۍ پای ته ورسېده، له دې ورورسته به نه د عزت لیلام وي، نه پلور، نه به وژل وي نه بندي کول، نه به تور وي نه تهمت او….

شهید اشنا!
زېری مې درباندې سوله راغله، امن راغی، وروري ټينګه سوه، د حسد، کينې او عناد ټغر ټول سو، د نفرت ځای مينې ونیوه، د جګړې ځای سولې، د سپین کاروان په راتلو د سپین سپېڅلي نظام سپېڅلې غوټۍ وسپړېدې.

هو! داسې یو سپین نظام راغلی چې سرلاري يې سپین، لاروي يې سپین او کړنې يې سپينې او سپېڅلې دي، سپېڅلي خلک روزي، سپېڅلو خلکو ته واک ورکوي او د سپېڅلو خلکو ملګرتیا کوي.

ګوره!
دا هرڅه سته خو ته نه يې، ای کاش تا په خپلو سترګو دا ننداره ليدلې وای:

د ناز په خوب ويده شهيده زيرى مې درباندې
له کلي د صليب کډه باريږي او ته نه يې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx