افغانستان

غزني ښار کې د پولیسو یو مهم قوماندان په چاودنه کې ووژل شو

نن ټکی آسیا(شنبه،زمري۴مه،۱۳۹۳ل): له غزني څخه مو همدا اوس خبر ترلاسه کړ ، چې د غزني ښار په منځ کې د پولیسو پر یوه مهم قوماندان د ماین چاودنه شوې او ځای پر ځای پکې وژل شوی.

زموږ د سرچینې له خبر سره سم، نن ماښام اووه بجې پر داسې مهال چې روژه مات څو دقیقې پاتې وي، د غزني ښار اړوند په بزازي سېمه کې د قوماندان امان پر موټر چاودنه شوې ، چې په پایله کې یې نوموړی ځای پر ځای وژل شوی.

قوماندان امان الله پخوانی قوماندان و او د غزني د خواجه حکیم سېمي اوسېدونکی و، چې د نوي حکومت له راتګ سره یې د پولیسو په لیکو کې دنده اجرا کوله.

تر اوسه د نوموړي د وژنې مسؤلیت هېچا پر غاړه نه دی اخیستی.

د پېښي د نورو تلفاتو او جزئیاتو په اړه تر دې دمه نور مالومات نه دي ورکول شوي.

د یادونې وړ ده، چې د روان کال له پیل راهیسې طالبانو د غزني د اطراف او شاوخوا ولسوالیو ترڅنګ د غزني په ښار کې هم غلچکي بریدونو او چاودنې زیاتې کړي.

د یو بل خبر له مخې،  طالبانو تېره شپه د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د اربکیانو د یوې پوستې قوماندان اغا محمد وژلی او د نوموړي وسله او نور توکي يې له ځانه سره وړي.

د قوماندان اغا محمد په اړه ویل شوي، چې په سېمه کې يې د اربکیانو د یوې پوستې مشري پر غاړه لرله او تر ده مخکې يې د کورنۍ شپږ نور غړي هم ، چې د نوموړي عسکر او تر قومانده لاندې يې کار کاوه، د طالبانو له لورې وژل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x