نظــر

اغيار به هيڅکله راضي نه کړای شو

مولوي فاروق غلجی

له نړيوالو رسنيو داسې معلوميږي چې د افغانانو له اوسنۍ عظيم الشانه فتحې وروسته د لويديځ د کبرجنو مشرانو تر پښو لاندې اور بل شوی او په نظامي ډګر کې له ماتې خوړلو وروسته اوس خپلو نورو شيطاني دسيسو ته لاس اچوي. دا وخت هغوی خپل منځي غونډې او سلا مشورې کوي او غواړي په دې وسيله افغان مسلمان ولس تر خپل دباو لاندې راولي او خپلې خوشالۍ ته يې پرېنږدي.

کله وايي نوی نظام به تر هغو ونه منو څو چې پراخ بنسټه نه وي او د اقليتونو او ښځو حقونه يې نه وي مراعت کړي. کله وايي همدا اوس يې ګڼو مواردو کې له بشري حقونو تېری کړی او صحرايي محاکمې يې پيل کړې او کله نسبتاً په ښه صراحت غوښتنه کوي چې د پخوا په څير سخت دريځه اسلامي احکام دې نه پلي کوي!

البته موږ هم ډېر ښه پوهېږو چې د دوی ارمانونه او غوښتنې به محدودې نه وي. موږ په دې کې يوه ذره شک او شبه نه لرو، چې د دوی د فرمايشاتو لړۍ به غځيږي او لا غځيږي، څو چې په کامله توګه مو د خپل ځان په شان د الحاد او بې دينۍ پړاو ته ورسوي. خو موږ هم بې درکه ډېره مبارزه کړې، بې شانه قربانۍ مو ورکړې او بې ساري کړاونه او محروميتونه مو ګاللي دي.

بناء پر دې اوس لازمه ده چې ټوله نړۍ وپوهيږي چې موږ ته د دغو محنتونو ګالل، زغمل او صبر پرې کول په څه وجه اسانه شوي دي؟ او دا کومه مفکوره ده چې موږ يې په سل کاله کې دننه د نړۍ له دري، سترو امپراتوريو سره په جګړه کې تسليمۍ ته پرې نښودلو؟

ايآ زموږ بشري ځواک دومره زيات دی چې په وژلو نه تمامېږو؟ ايا مال دولت مو دومره ډېر دی چې په فديه او يا جزيه ورکولو مو ځان ترې خلاص کړی وي او که وسايل او تخنيک مو دومره پياوړی دی، چې دښمن سره يې هيڅ دفعه نه وه؟

نه، نه. دا يو هم نه لرو. نفوس مو کم، په ګېډه وږي او تر ټولو مهمه وسله مو بوشکه او واسکټ دي!

خو بايد ټول وپوهيږي چې موږ سره يوه بله وسله ده او هغه «ايمان» دی!

موږ د خپل خالق او مالک له سپېڅلي کتابه داسې څه زده کړي چې تر څو پر هغه ټينګ يو، د اغيارو هيڅ دول دسيسه به هم پر موږ اغېز ونه کړي.

هغه موږ ته ويلي: وَإِنْ تَصْبِرُوا وَتَتَّقُوا لَا يَضُرُّكُمْ كَيْدُهُمْ شَيْئًا…) آل عمران.

ژباړه: او که تاسې صبر کوئ او پرهېزګاره اوسئ، د دوی هيڅ پلان ضرر نه در رسوي.

په دې توګه لنډه خبره دا ده چې موږ بايد هيڅکله له نړيوالو د حق پالنې، انصاف او رښتينولۍ تمه ونه کړو. باوري اوسئ چې نن په ګرده نړۍ کې پرته له زوره نور هيڅ ډول اخلاقي او بشري معيارونه يوه ذره ارزښت هم نه لري. موږ د دوی ديموکراسۍ، بشري حقونه او ښځو سره چلند په خپلو سترګو وليد.

نو دوی پرېږدئ او فقط خپل ځان سم کړئ او په هره ممکنه طريقه د ځان بسياينې پر لور هڅه هاند وکړي، صبر خپل کړئ او په ساده ژوند قناعت او عاجزۍ کې د عام ولس لپاره ژوندۍ نمونې وګرځئ.

والسلام عليکم ورحمة الله…!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx