افغانستان

امیر خان متقي: د پنجشیر ولس دې «جګړه غوښتونکي» ځواب کړي/ويډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ وږي، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې د طالبانو او د پنجشیر د نامسئولو وسله والو د قومندانانو تر منځ د روغې جوړې خبرې ناکامې شوې دي او امنیتي ځواکونه له بېلابېلو استقامتونو د پنجشیر پر لور روان دي؛ د طالبانو د دعوت،ارشاد، جلب او جذب کمېسیون رئیس «امیر خان متقي» په یوه ویډیويي پیغام کې د پنجشیر پر ولس ټینګار کړی، چې باید جګړه غوښتونکي وشړي او پرېنږدي چې پنجشیر کې جګړه او ورانی رامنځته شي.

متقي ویلی، چې د حکومت له ډیرو هڅو سره، سره د پنجشیر زورواکي دې ته تیار نه نشول چې موضوع د خبرو له لارې حل کړي او د جګړې مخه ونیول شي.

دده په خبره، په ټول افغانستان کې امن او خوښي ده، خو پنجشیر له دې امن او خوښۍ محروم کړل شوی.

هغه د پنجشیر پر اوسېدونکو غږ کړی، چې خپلمنځي مشورې وکړي، او هغه چې جنګ غواړي باید ورته وویل شي، «چې د امریکا او ناټو په شتون کې یې که څه ونکړل، نو اوس یې هم نشي کولای.که په کابل کې یې دفاع ونکړه، په پروان او کاپیسا کې یې څه ونکړل، نو ولې په دې کوچنۍ سیمه کې مقاومت کوي او خلکو ته ځور ورکوي.»

نوموړي یو ځل بیا ډاډ ورکړی، که د پنجشیر مسئله د خبرو له لارې حل شي، نو د ټولو عزت او مال به خوندي وي.

د هغه‌‌ په خبره، اوس هم د پنجشیر مسئولین له کوم بل ولایت نه دی ټاکل شوی، بلکې د همدې ولایت ځايي خلک دي او د همدې ولس اولادونه دي.

یاده دې وي، چې پنجشیر یوازینی ولایت دی چې د طالبانو په ولکه کې نه دی، او له تېرو څو ورځو راپدېخوا یې د تسلیمولو په اړه سلا مشورې روانې وې.

په پنجشیر کې د احمد شاه مسعود د زوی «احمد مسعود» په مشرۍ یو شمېر ځايي وسله وال او د حکومت تښتېدلي عسکر مقاومت کوي‌ او د پخواني حکومت لومړی مرستیال «امرالله صالح» هم ادعا‌ لري چې په پنجشیر کې هستوګن دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx