ورزش

ډیل سټین له هر ډول نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ وږی، ۱۴۰۰ل): د سویلي افریقا چټک توپ اچونکي او تر ټولو زیاتې ویکټې اخیستونکي ډیل سټین له هر ډول نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه.

ډیل سټین د خپلې استعفا اعلان په ټولنیزو رسنیو وکړ او ویلي یې دي چې په شل کلن کیریئر کې یې خوښۍ، غمونه، بریاوې، ماتې او هر څه ولیدل، نوموړي له کورنۍ څخه د لوبډلې تر ملګرو، ژورنالیستانو او مینوالو پورې له هر چا مننه کړې او دا یې یو نه هیریدونکی سفر بللی دی.

۳۸ کلن ډیل سټين د سویلي افریقا لوبډلې تر ټولو مخکښ لوبغاړی دی، نوموړي په ۹۳ ټیسټ لوبو کې په ۲۲.۹۵ اوسط سره د یادې لوبډلې تر ټولو زیاتې (۴۳۹) ویکټې ترلاسه کړي دي، هغه له ټیسټ لوبو څخه په ۲۰۱۹م کال کې استعفا کړې وه.

د ډیل سټين په وینا چې غوښتل یې په ۲۰۱۹م یو ورځني نړیوال جام کې د خپلې لوبډلې په استازیتوب ولوبیږي، خو د اوږې ټپونو له کبله په یاد ټورنمنټ کې ونه لوبېد، هغه په یو ورځنیو لوبو کې په ۲۵.۹۵ اوسط سره (۱۹۶) ویکټې اخیستې دي.

ډیل سټين په وروستي ځل د ۲۰۲۰م کال فبروري میاشت کې د استرالیا پر وړاندې د شل اوریزو لوبو په یوه سیریز کې ولوبېد، خو غوښتل يې د شل اوریزو په نړیوال جام کې هم ولوبیږي، خو د کووید-۱۹ له کبله دغه جام ۲۰۲۱م کال ته وځنډېد. هغه په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې په ۱۸.۳۵ اوسط سره (۶۴) ویکټې اخیستي.

ډیل سټين په ۳۷۶ ټيسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې ټولې ۶۹۹ ویکټې ترلاسه کړي دي. هغه د چټک توپ اچونکو زیاتو ویکټو په لیست کې څلورم غوره لوبغاړی دی.

ډیل سټين په ځانګړي ډول د ټیسټ کرکټ جالبه توپ اچونکی و چې د نوموړي شاوخوا ۱۵۰ کیلومتره سرعت سربېره د «ناوخته سوینګ» کولو ماسټر و، دغه راز یې په زوړ توپ سره ریورس سوینګ په چټک سرعت سره وړاندې کولو شو، دا د نوموړي ځانګړتیا وه چې په بل هیڅ لوبغاړي کې نشته دی.

هغه د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې شپږ کاله د ټیسټ کرکټ د لومړي توپ اچونکي په حیث پاتې شوی دی.

ډيل سټين په ټولنیزو رسنیو د پخواني او اوسني غوره کرکټرانو له لوري ستایل شوی او نوموړی یې د اوسني عصر یو مخکښ توپ اچونکی یاد کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx