ملګري ملتونه: د رواني میلادي میاشت په اخیري ورځ به د نړی د نفوسو شمیر ۷ملیارده ته ورسیږي
نن ټکی آسیا: د ملګرو ملتونو د نفوسو د شماریاتو څانګي نن خبر ورکړی چي په روانه میلادي میاشت کې به د نړی د وګړو شمېر تر اوه ملیارده ورسیږي.
چي له کبله به يې د ځمکي پر سر ددغه شمېر انسانانو لپاره خوراک، اوبه، او کار موقع پیدا کول ګران کار وي.
نومړي ادارې ویلي چي د رواني میاشتي پر ۳۱مه نیټه به د نړی انسانان یاد شمیر ته ورسیږي.
چي له کبله به يې په نړی کي تر ټولو زیاته متاثره سیمه په عمومي توګه افریقا وي، چیري چي د پیدایش کچه تر مرګونو دوه چنده زیاته ده، او په خاصه توګه رپورټ وايي چي په افریقا کې مسکینه طبقه خانداني منصوبه نه عملي کوي.
د رپورټ پر اساس ویل شوي چي په دې لړ کې به پاکستان او افغانستان لپاره هم دا د اندیښني وړ او مشکله خبره وي چي خپل ولس ته دي خوراک، څښاک او د کار مواقع برابري کړي.