افغانستان

برتانیه: قطر کې مو سفارت د لنډ مهال لپاره دی، ښايي بیرته افغانستان ته ولېږدول شي

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، ۱۱ وږي، ۱۴۰۰ل): د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، له کابل څخه دوحې ته د برتانیې د سفارت لېږدول د لنډ مهال لپاره دي او تر هغه له قطره فعالیت کوي، تر څو بیرته په افغانستان کې د فعالیت زمینه ورته برابرېږي.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت دغه څرګندونې په هغه خبرپاڼه کې کړې دي، چې دوحې ته د بهرنیو چارو د وزیر «ډومینیک راب» او د افغانستان لپاره د برتانیې د ځانګړي استازي «سیمون ګاس» د سفر په اړه خپره شوې.

په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر دوحې ته د خپل سفر په مهال د قطر له امیر سره لیدلي او د افغانستان د روان حالت په اړه ورسره غږېدلي.

راب د افغانستان په برخه کې د قطر رول ډیر مهم یاد کړی او د یاد هیواد له چارواکو سره یې د کابل هوايي ډګر د فعالیت د بیا ځلې پیلېدو په اړه خبرې کړې دي، کوم چې کولای شي‌ په افغانستان کې پاتې برتانوي اتباعو ته له افغانستانه د وتلو زمینه برابره کړي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې راب له کابله دوحې ته د لېږدول شوي سفارت لیدنه هم کړې او زیاته شوې، چې په دوحه کې د سفارت شتون د لنډ وخت لپاره دی او چې افغانستان کې زمینه برابره شي، سفارت بیرته انتقالېږي.

د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي، چې د افغانستان لپاره د برتانیې ځانګړی استازی هم سیمې ته په سفر دی او تېره ورځ یې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي‌ دفتر له لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي.

د خبرپاڼې په بنسټ، ځانګړی استازی به په همدې تړاو خپل معلومات او نظرونه د «جي‌ اووه» هیوادونو له ګروپ سره شریک کړي.

برتانیه داسې مهال په افغانستان کې د سفارت بیا ځلې پرانیستلو ته لیوالتیا ښيي، چې هیواد د طالبانو تر ولکې لاندې دی او راتلونکو ورځو کې ښايي نوی اسلامي حکومت اعلان کړي.

طالبانو په ټولو بهرنیو هیوادونو غږ کړی، چې په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانېزي او ډیپلوماټیک فعالیت بیا ځلې پیل کړي.

دوی ډاډ ورکوي، چې د افغانستان خاوره د هیڅ بهرني هیواد خلاف نه کارېږي او نه هم بهرنیو ډیپلوماټانو ته کوم ګواښ متوجې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx