
خونړۍ جګړې د کندهار د ریګستان امنیه قوماندان له ګڼو عسکرو سره یو ځای و واژه
نن ټکی آسیا(شنبه،زمري۴مه،۱۳۹۳ل): د کندهار ولایت له ریګستان ولسوالۍ څخه ترلاسه شوي ضد او نقیض راپورونه وايي، چې د اوږدې پيل شوې خپلمنځي جګړې په ترڅ کې د دغې ولسوالۍ امنیه قوماندان او له لسو زیات نور عسکر وژل شوي.
د کندهار امنیتي چارواکي د پېښي په تړاو تر دې مهاله له څرګندونو ډډه کوي؛خو د والي سرپرست ویاند په ریګستان کې رامنځته شوې وسلواله نښته او پکې د یادې ولسوالۍ د امنیه قوماندان وژل کېدا تاييد کړه.
د کندهار د والي د مطبوعاتي دفتر سرپرست رئیس دوا خان مینه پال زیاته کړه، چې قوماندان بسم الله جان او د هغه پنځه ساتونکي په ریګستان کې له طالبانو سره د یوې وسلوالې نښتې پر مهال ووژل شول.
نوموړي د هغو راپورونو په اړه څه ونه ویل، چې ویل یې دا جګړه د طالبانو نه ؛بلکي د امنیه قوماندان بسم الله جان د ساتونکو او د جنرال رازق اړوند د سرحدي عسکرو ترمنځ رامنځته شوې.
مینه پال ومنله، چې جګړه خورا اوږده وه او تر نن ناوخته پورې یې دوام وکړ.
د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي د جګړې په اړه د حکومت له لوري خپاره شوي خبرونه ناسم ګڼي او زیاتوي، چې قوماندان بسم الله جان د ده او د کندهار د امنیه قوماندان جنرال رازق اړوند د سرحدي عسکرو ترمنځ په وسلواله نښته کې و وژل شو.
ښاغلی احمدي زیاتوي، چې په دې نښته کې پر قوماندان بسم الله سربېره د هغه دیارلس (۱۳) پولیس او د جنرال رازق (۳)سرحدي عسکر وژل شوي.
په کندهار کې یوې خپلواکي خبري سرچینې وویل، چې دا جګړه د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په امر پیل شوي او نوموړی خپله د جګړې قومانده په لاس کې لرله.
سرچینې زیاته کړه، چې د دواړو قوماندانانو ترمنځ له څه مودې راهیسې خپلمنځي اختلافات زیات شوي وو او په دې وروستیو کې پر بسم الله جان باندې د طالبانو د ملاتړ تور هم پورې شوی و.
د کندهار سیمه یېزو چارواکو یوازې دومره ویلي، چې سېمي ته جنرال عبدالرازق له خپلو عسکرو سره یو ځای رسېدلی او د نوموړي له رسېدا سره جوخت د اوس مهال لپاره جګړه دریدلې ده.
ویل کېږي، چې قوماندان بسم الله جان له کلونو کلونو راهیسې د کندهار په ژېړۍ، پنجوايي او ګڼو نورو سېمو کې د پولیسو مشري کړې وه او له طالبانو سره په دښمنۍ کې مشهور و.