افغانستان

امریکا له افغانستان سره پر پوله نظامي تاسیسات جوړوي

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، ۱۱ وږي، ۱۴۰۰ل): په تاجکستان کې د امریکا سفارت وایي، د یاد هیواد د سرحدي‌ ځواکونو لپاره له افغانستان سره پر پوله پوځي‌ تاسیسات جوړوي.

په دوشنبه کې د امریکا د سفارت له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د افغانستان-تاجکستان او ازبکستان تر منځ د ګډې پولې په اوږدو کې د خطرونو د مخنیوي او ګواښونو ته د چټک غبرګون لپاره د امریکا متحده ایالاتو داسې پروژه په کار اچولې چې په اساس به یې په سرحدي سیمو کې تاجک سرحدي ځواکونو ته نوي تاسیسات جوړېږي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې دغه تاسیسات به د اوسنیو زړو هغوی ځای ونیسي او سرحدي ځواکونه به وکولای شي، چې له خپلو کورنیو سره یو ځای هلته هستوګن شي.

په خبرپاڼه کې د تاجکستان او امریکا تر منځ د سرحدي همکاریو په زیاتوالي ټینګار شوی او زیاته شوې چې له ۲۰۰۲ کال را وروسته امریکا د سرحدي امنیت په موخه له تاجکستان سره درې سوه میلیونه ډالر مرسته کړې.

امریکا داسې مهال له افغانستان سره په پوله نظامي تاسیسات جوړوي، چې طالبان پر افغانستان واکمن دي او ټول امریکایي او ناټو عسکر له افغانستانه وتلي دي.

طالبانو ډاډ ورکړی، چې د افغانستان ګاونډیانو او د سیمې نورو هیوادونو ته به له افغانستانه هيڅ ګواښ نه متوجې کېږي او افغان خاوره به د نورو هیوادونو خلاف نه کارول کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx