نظــر

د پام وړ‎ توپیر

حفيظ الدين پيرزاده

شل کاله پخوا به چې غربي نړ‎ۍ له امارته څه غوښتنه لرله نو په حاکمانه لھجه به یې ویل: موږ‎ له طالبانو غواړ‎و چې فلانی کار داسې وکړ‎ي؛ که نه نو بمبارد پر کوو، که نه نو درغلو درپسې!!!!!!!

خو اوس غربیان په امرانه لھجه نه بلکې په چینگه خوله وایي: موږ‎ له طالبانو غواړ‎و چې فلانی کار داسې وکړ‎ي؛ که نه نو………؟!!
بیا یې په لاس کې د فشار لپارہ ھیڅ بدیل نه وي!!
دا ھم نه شي ویلای: که نه نو حمله به وکړ‎و، یا درځو درپسې!!

اوس چې د خپلې خوښې د تحمیل لپارہ ھیڅ په لاس کې نه لري نو زرگري جگړ‎ې ته مخه کړ‎ي؛ وایي: اقتصادي تحریم به ولگوو، په رسمیت به مو و نه پیژنو او ھمداسې نور!!

د امارت مشران په دې تر بل ھر چا ښه پوھیږ‎ي چې د نن افغانستان د پرون ( شل کاله مخکینی ) افغانستان نه دی! دغه سیمه د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا تر منځ د وصل ډیرہ مھمه نکته دہ!

افغانستان د یوې نړ‎یوالې تجارتي څلور لارې په توگه د مطرح کیدو په طرف گامونه اخلي!

په کومه اندازہ چې افغانستان له غربي نړ‎ۍ سرہ اړ‎یکو ته اړ‎ دی، د ھغې لس چندہ او یا تر دې ھم زیات غرب له افغانستان سرہ اړ‎یکو ته اړ‎ دی!

ھمدا لامل دی ھغه غربي ھیوادونه د ھند په شمول چې د تحریم یا په رسمیت د نه پیژندلو دړ‎کې ورکوي، ورځ دوہ پس بیا پښیمانه وي او دیپلوماتانو یې په قطر کې د عباس ستانکزي صیب د دفتر مخې ته د ملاقات په انتظار گیس جوړ‎ کړ‎ی وي!

افغانستان د نړ‎یوالې ټولنې غړ‎ی دی او باید نړ‎یوالو قوانینو او نورمونو ته ژمن پاته شي، تر دې ور اخوا یې د نورو ھیوادونو سرہ اړ‎یکې باید د ھیواد د گټو پر اساس او په متقابل احترام ولاړ‎ې وي!

که راته گورې درته گورم
که راته نه گورې پروا دې نه لرمه

حفیظ الدین پیرزادہ
د سپتمبر ۱/ ۲۰۲۱ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx