نظــر

له افغانستان نه د افغانانو د تېښتې پروپاګند‎‎

د،ب،هيښ

د کابل د هوايي ډګر غميزه او د افغانانو تيښته نويې پديده نه ده .د وطن نه تېښته او مهاجرت د کمونيسټي کودتا له وخته شروع شو ، د شوروي اتحاد په نظامي تجاوز او اشغال سره شديد او د تنظيمي وحشتواکۍ په وخت کې اوج ته ورسېده او په نړۍ کې د مهاجرينو ترټولو زيات شمير افغانان شول ( دری ميليونه په پاکستان ، دوه ميليونه ايران او تقریباا يو ميليون په امريکا ، اروپا او نورو ملکونو کې ).

مهاجرت ډېر علتونه لري ( سياسي ، جنګي ، جبري ، شوقي ، اقتصادي او .‌‌.‌.)

د اسلامي امارت په وخت کې د افغانستان نه د نويو مهاجرينو شمير ډېر کم او په نشت حساب و . خو د امريکايي اشغال سره د نويو مهاجرينو لړۍ بيا شروع شوه (په کور د ننه مهاجرت او بهر ته مهاجرت) ، چې په ۲۰۱۵ کال کې ځو سوه زره افغانان د وطن نه ولاړل او په همدې تعداد د جنګسالارانو او اشغالګرو د نوکرانو د لاسه په داخل کې د خپل کور، جايداد او مېني پريښودلو ته مجبور شول .د وروستيو شلو کالونو د مهاجرت علت شل کلن اشغال
او د هغوی د نوکرانو د ترور او وحشت له وجهې وو.

اوس چې اشغال ختم ، عمومي عفو د امارت له لوري ټولو ته بلا استثنا اعلان شوې او د جنګ وحشي لمن په افغانستان کې غوڅه شوه ، هر افغان ته په امن کې د ژوند ، کار ، سياسي فعاليت او نورو مشروعو تعاملاتو زمينه برابره شوه ، نو څوک به د وطن نه د تېښتې د پاره اقدام کوي او د کابل د هوايي ډګر په شان رسوايۍ ، ذلت ، بې عزتۍ او بې همتۍ ته به زړه ښه کوي ؟

معلومداره خبره ده چې مهاجرت او د تېښتې غوغا يوه تنظيم شوې سناريو ده چې د اشغالګرو له لوري د اسلامي امارت د عظيمې کاميابۍ د بد نامولو او د خپلې ناکامۍ د پټولو د پاره د اخرينۍ ضربې په توګه په کار واچول شوه او اوس هم کار ترې اخستل کيږي . خو د الله پاک په کومک او د طالبانو په هوښيارۍ دا دسيسه ،لکه د کابل د هوائي ډګر په شان به دا توطئه‌هم د اشغالګرو د نورې رسوائۍ او سرکوزۍ سبب شي او دنورو محاذونو په شان به طالبان ترې کامياب راوځي .

اسلامي امارت د خپل مدبرانه سياست په اساس د د خپل لوري حتا خپلو قسم خوړليو دوښمنانو او ملي خايينانو ته دعفوې د پاليسۍ په غوره کولو ، د وسيع البنياده اسلامي نظام جوړولو ، د بشر د حقوقو احترام کولو ، ښځو ته د تعليم ، کار او سياسي فعاليت د حق تضمينولو او په اسلامي دايره کې دبيان دازادۍ په اعلان او عملي کولو ټول شيطاني ، غرضي ، منافقانه ، استعماري او استثماري تبليغات او پلانونه شنډ او د دوی خيرن ارمانونه خاوری کړل.

اوس خو نورې ټولې بانې او دسيسې خنثا شوې ، لاکن يوه بله غوږ ازاروونکې سندره د غربی مېډيا او سياسي محفلونو په ستيج غږول کيږي او هغه دا چې اسلامي امارت بايد د هېواد نه د افغانانو د وتلو مخه ونه نيسي او افغانان د سفر ، فرار او مهاجرت د پاره ازاد پرېښودل شي . خصوصاا هغه نامنهاده افغانان چې د اشغالګرو سره يې د اشغال په موده کې مرسته کړې ده پريښودل شي چې وطن ترک او د خپلو بادارانو غېږی ته سم سلامت ورسول شي ، ځکه د وطنفروشۍ او ملي خيانت د سابقې په لرلو يې ژوند د خطر سره مخامخ دئ او ددې خطر نه بايد وژغورل شي .

اسلامي امارت د خپلې اسلامي او انساني پاليسۍ په اساس د افغانانو ټولو حقوقو ته په احترام او تعهد د افغاني اتباعو د سفر او بهر ته د تګ راتګ حق هم په قانوني او اصولي توګه نه يوازې منلئ ، بلکې په دې لاره کې د هر ډول سهولتونو او لازمي خدماتو کولو ته ځان مکلف بولي او هېڅ ستونزه په دې برخه کې نشته ، ځکه په ننی دونيا کې سفر او د نورو هېوادو ته تګ راتګ د بشر د موډرن ژوند يوه انکار پاپذيره برخه ده ، نړۍ يو کلی ګرزېدلي او په کلي يو کور د نورو کورونو سره بې له تماس او تګ راتګ نه ژوند نه شي کولئ . خو دکورونو غړي بايد د بل چا کورته د ورتللو د پاره د کوربه اجازه او ځنې مقررات مراعات کړي ، څو د کلي نظم خراب نه شي . د همدې واقعيت په نظر کې نيولو سره اسلامي امارت ټولو هغه افغانانو سره چې نورو هېوادو ته د سفر نيت لري ، که د هر مقصد ( کار ، دائمی اقامت ، تجارت ، تحصيل او سياحت )د پاره وي هېڅ ستونزه نه لري په دې شرط چې سفر کوونکي لازمي اسناد ( پاسپورت ، ويزه ، د سفر خرڅ او …) ولري ، تر څو زموږ وطنوال د غير قانوني سفرونو له کبله د مصيبتونو او ناورينونو سره مخامخ نه شي او د تهديد کوونکو خطرونو نه محفوظ پاته شي .

نو دا غوغا د څه د پاره ؟
ماتې خوړلي او شرمنده دوښمن دې موضوع ته د بشر دوستۍ او انساني ژوند د نجات د پاره هوا نه ورکوي ، بلکې نور مقصدونه يې لرل او لري چې :

اول – په امريکا او اروپا کې د خپلو حکومتونو نه د دوی د ناکامه سياست خصوصاا افغانستان په هکله جدي پوښتنې مطرح شوي دي چې شل کاله جنګ ، ځاني تلفات ، مالي خسارات ، مېډيايي تبليغات او په ميلياردو قېمت جنګي تجهيزات ولې بې هدره خاورې شول چی نتيجه ای شرموونکی ناکامي شوه ؟

نو دوی غواړي چې خپلو خلکو ته دا ووايي چې افغانان د اسلامي امارت په راتګ سره خوښ نه دي او زموږ د اشغال سره خوشحاله و . اوس چې موږ ترې را ووتو ، د کابل د هوايي ډګر دلخراشه او د دوی په لاس ترتيب شوې صحنې د ويديو او عکسونو له لارې ورته ښيي او خپل ناسنجيده او وحشيانه تجاوز ورته توجيه کوي .

دوهم -خپلو نوکرانو او جاسوسانو ته چې په هر ملک کې يې لري دا روحيه او ډاډ ورکړي ، چې د دوی د پلان شويو دسيسو او نظامي تجاوزونو د ناکامۍ په صورت کې خپل جاسوسان يوازې نه پرېږدي او بې وفايي نه ورسره کوي ، ځکه که دا شان نمايش او وعدې ورسره ونه کړي ، نو په نورو ملکونو کې د دوی د جاسوسۍ د استخدام سلسله به ختمه شي او هېڅوک به ورته حاضر نه شي .

دريم – تر ټولو مهمه خبره ورته دا ده چې دغه استخدام شوي محلي جاسوسان د دوی د ظلمونو ، وحشتونو او ضد انساني کارونو شاهدان پاته شوي دي، نو ددې د پاره چې په اينده کې که يوه عادلانه ،معتبره او مقتدره محکمه جوړه او د دوی د بشر ضد جنايتونه تر ارزونې او تحقيق لاندې راځي دا عناصر به د ژونديو شاهدانو او کره اسنادو په شکل د‌دوی جنايتونه او وحشتونه بربڼډ کړي او د مجازاتو په فيصلو کې به ورنه استفاده وشي .

که نه غربي استعمارګرانو او نظامي ګانګسترانو ته د انسان ،د هغه کرامت او حقونه يوه ذره ارزښت نه لري او د انسانانو د وژلو ، جبري مهاجرتونو او اوارکۍ اصلي عاملان همدوی دي ، چې د خپلو استعماري او استثماري هدفونو او ګټو د پاره نظامي وحشيانه تجاوزونه کوي او د بشر حقوق خو څه ، د ملتونو حقوق پايمالوي .

په اوسني حالت کې چې سراسري امنيت دئ ، عمومي عفو اعلان شوې او د هېڅ چا سر ، مال او ځان ته خطر نشته بلکې حفاظت او دفاع يې د اسلامي امارت له لوري تضمين شوي دي ، هغه څوک چی د وطن نه تښتي د بين المللی کنوانسيونونو ، بشر د حقوقو او د مهاجرت د قوانينو ( سياسي ، اتنيکي ، جنسي ، ژبني ، مذهبي تړاوونو او عقايدو له کبله که يې ژوند د مرګ ، تعقيب ، زندان او شکنجې سره مخامخ وي د مهاجر په نامه بايد وپيژندل شي او د خطر نه بچ شي ) هيڅ مؤجه او مستند دليل نشته . هيڅوک جبري مهاجرت ته د هغې د سياسي فکر، مذهب ، ژبې ، قوم ، د پوست رنګ او جنس د لرلو له کبله نه دي اړشوي ، بلکې داسې يو نظام د جوړېدو په درشل کې دئ ، چې دټولنې ټول افراد به يو دبل سره په حقوقي لحاظ هېڅ توپير او امتياز و نه لري مګر په تقوا سره .
بناا د غربي نويو استعمارګرانو د افغانانو د مهاجرت غوغا هيچ اساس نه لري ، يوازې تشه تبليغاتي پروپاګنده ده .

نو که څوک ځان ته مسلمان او افغان وائي د اشغال د ختم ، د وطن د ازادۍ -خپلواکۍ، څو لسيزو جنګونو او وينې تويولو د بندېدو او د سراسري سولې او امنيت د نعمت نه چې الله پاک په دې بېچاره او مظلوم ملت ولورولو بايد شکر وباسي او د تيښتې په ځای خپل ديني -ملي او انساني مسوليت ددې مظلوم اولس په ټپونو د ملهم ايښودلو او د وطن د ابادۍ ، ترقۍ او سوکالۍ د پاره ادا کړي .
په پښتو کې يو متل دئ چې وايي :

پردۍ غوښه په ورانه پورې نه نښلي .
په نورو ملکونو کې که هر څومره يو شخص د مادي او تفريحي اسانتياوو نه برخورداره شي ، خو هېڅکله به د هغوی خپل نه شي او د بېګانه په سترګه به ورته کتل کيږي .

هغه عزت ، سکون او نېکمرغي چې په خپل وطن کې ده په هیڅ نقطه د دنيا کې نشته ، خو په دې شرط چې په خپل وطن کې خپل اختيار ولرو ، چې الحمدلله د افغان اولس د اصيلو بچيانو طالبانو کرامو د بې مثاله قربانيو او اتلوليو له کبله د خپل وطن د مالکيت او اختيار څښتنان شوو .
که موږ افغانان د وطن د ازادۍ – خپلواکۍ د حاصلولو او د امن د قائمېدلو په نعمت باندې مشکور شو اوخپلو واجباتو او مسؤلیتونو ته د دين -اولس – وطن په‌مقابل کې جدي توجه وکړو او په اخلاص سره ئې د ادا کولو د پاره اقدام وکړو ، ان شاء الله په ډېر کم وخت کې به د وطن اقتصادي او اجتماعي حالت داسې جوړ شي ، چې د نورو ملکونو اوسيدونکي به د کار او پيسو ګټلو د پاره افغانستان ته د تګ د پاره د افغانستان په خارجي نمايندګيو کې کتار ولاړ وي او ډير به ځانونه خوشحاله او راضي بولي چې افغانستان ته د تګ اجازه حاصله کړي .

د يوه سمسور ، مترقي ، مرفه او د ټولنيز عدالت نه برخورداره افغانستان په هيله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مه کوی

همدا اوس دنیا په طالبانو نیوکه کوی چی خارجی الوتکو ته اجازه ورکری چی تلونکی افغانان او خارجیان وباسی خو طالبان یی مخالفت کوی. دیر شه اول باید چیک شی چی د سوک دی بیا د یو امتاز او بحث وروسته اجازه ورکرل شی طالبانو ته شه موقع دی چی ورخخه سیاسی فایده واخلی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx