دیني، سیرت او تاریخ

په عمري خلافت کې د فتوا اجراء او مفتیان

د علامه شبلي نعماني لیکنه
ژباړه: ابوعثمان احمد

د محکمې اړوند دا یوه مهمه څانګه او شعبه ده چې د اسلام په ابتداء کې قایمه سوې ده، چې مثال ئې د اسلام څخه پرته په بل ځای کې نه لیدل کیږي. د قانون چې کوم مقدم اصول دي په هغو کې یو دا هم دئ چې پر هر چا دا لازم دي چې د قانون څخه به خبر وي. یعني که څوک یو جرم وکړي نو د هغه دا عذر نه منل کیږي چې ګواکې دی په دې نه وو خبر ځکه ناخبري عذر نه دئ. دا قاعده په ټوله نړۍ کې منل سوې ده لیکن تعجب دا دئ چې پرمختللي نړۍ اروپا کې چې تعلیم هم ډېر عام سوی دئ، دوی داسي تدبیر نه دی اختیار کړی چې هر فرد دي قانون پوه جوړ سي، که کوم ناپوه کس په قانون ځان پوهول غواړي نو ددې لپاره کوم تدبیر نسته لیکن په اسلام کې د دې لپاره یوه ځانګړې اداره وه چې د افتاء محکمه ورته ویل کېده، طریقه ئې دا وه چې ډېر لایق اسلامي قانون پوهان یعني فقهاء به په هر ځای کې موجود وه او کوم شخص چې به په یوه مسئله ځان پوهول غوښتل نو د دوی څخه به ئې پوښتنه کول، پر هغو دا لازم وه چې په پوره تحقیق سره دا مسائل خلګو ته وښيي. دا طریقه تر ننه پوري قایمه ده مګر د حضرت عمر رضی الله عنه په زمانه کې چې په دې کوم عمل وسو په بل وخت کې ندی سوی.

د حضرت عمر رضی الله عنه د زمانې مفتیان:
ددې طریقې لپاره تر ټولو ضروري کار دا دئ چې هر چا ته د فتوا عامه اجازه نه وي بلکې خاص خاص لایق وګړي د افتاء (فتوا) لپاره ونومول سي؛ ترڅو هر څوک د غلطو مسائلو ترویج ونه کړي (او خلګ منحرف نه کړي)، امیر المؤمنین عمر رضی الله عنه ددغه تخصیص همېشه لحاظ ساتی، لاندي کسانو ته ئې د فتوا اجازه ورکړې وه:

حضرت علي، حضرت عثمان، حضرت معاذ بن جبل، حضرت عبدالرحمن بن عوف، حضرت ابی بن کعب، حضرت زید بن ثابت، حضرت ابوهریره، حضرت ابودرداء رضی الله عنهم او ځیني نور. د دوی څخه پرته نورو کسانو ته د فتوا ورکولو اجازه نه وه. حضرت شاه ولي الله رحمه الله په ازالة الخلفاء کې وايي چې د خلیفه د امر پرته بل چا فتوا نه صادرول:

“سابق وعظ و فتوي موقوف بود بر راي خليفه، بدون امر خليفه وعظ نمي گفتند و فتوي نمي دادند وآخراً بغير توقف بر رأي خليفه وعظ مي گفتند و فتوي مي دادند.”

په تاریخ کې ددې ډېر مثالونه سته چې کومو کسانو ته به د فتوا اجازت نه وو او هغوی به فتوا ورکړه نو حضرت عمر رضی الله عنه به منع کړل لکه څنګه چې یو ځل د حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه سره هم دا واقعه پېښه سوه (مسند دارمي وازالة الخلفاء). حضرت عمر رضی الله عنه د فتوا په مورد کې تر دې حده احتیاط کاوه چې ټاکل سوي مفتیان به ئې امتحانول لکه د ابوهریره رضی الله عنه څخه ئې پوښتلي وه چې تا په دې مسئله کې کومه فتوا ورکړې ده؟ کله چې هغه جواب ورکړی نو ده ورته وویل چې که چیري تا ددې مسئلې بل جواب ورکړی وای نو په راتلونکې کې به تا ته د فتوا ورکولو هیڅ اجازه نه وای.

او ددغو ټاکل سوو مفتیانو نومونه به ئې په عامو مجالسو کې خلګو ته بیانول. د شام په سفر کښي ئې بې شمېره خلګو ته په خپله مشهوره خطبه کې داسي وویل:
من أراد أن يسأل عن القرآن فليأت أبى بن كعب ومن أراد أن يسأل عن الفرائض فليأت زيد بن ثابت ومن أراد أن يسأل عن الفقه فليأت معاذ بن جبل…(سنن الکبری للبیهقی)
ژباړه: څوک چې د قران په اړه سوال لري هغه دي ابی بن کعب ته ورسي، څوک چې د (میراث د) احکامو په اړه سوال لري هغه دي زید بن ثابت ته ورسي او څوک چې د فقهي په اړه سوال لري هغه دي معاذ بن جبل ته ورسي.
(الفاروق: ص۲۸۸-۲۹۰، مؤلف: علامه شبلي نعماني)

 

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

نن سبا علما دجماعی فتوا خبری کوی. دا په دی معنی چه دیو مفتی خبره ښه نه بولی. مفتیان نن سبا هراړخیز تحقیق کوی تر څو دفتوا دموضوع ټول جوانب له معتبرو اړخو وڅیړی او بیا هغه دنقل او عقل له مخی تر نظر لاندی ونیسی.

مه کوی

نو چی مفتی تقوا داره او واقعی مفتی نه لکه مفتی قوی یا مفتی عزیزالرحمن یا مولانا فضل الرحمن. افغان علمادی کوشش وکری چی غتی فتوا که مشوری ته ضرورت ولری د ترکی علماوو اندونیزیا علماوو او هند علماوو سره مشوره وکری. پاکستان کی هم بعضی شه تقوا داره علما شته. عالم چی تقوا داره وی چی دهر زای وی تری قربان دی شم

احمد

د دې لیکني اصلی مطلب دا دی چي اسلامی امارت دي د فتوا اجراء او صدور کنترول کړي، هر یو دي مفتي نه جوړیږي، ځکه د نظام پر نوعیت کار روان دی، هسي نه چي د امارت کښته طبقه پر یوه مسئله شکمن سي یا اعتراض وکړي، یا یو عادي ملا فتنه را پورته کړي او اذهان ګډوډ کړي. فتوا باید د لوړي درجې معتبرو او منل سوو مفتیانو ته وسپاري ترڅو د اختلاف مخنیوی وسي لکه عمر فاروق رضی الله عنه چي دا کار وکړی.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x