افغانستانټکنالوژي

ویسټرن یونین افغانستان کې یوځل بیا خپل خدمتونه پېلوي

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، ۱۱ وږي، ۱۴۰۰ل): د پيسو د لیږدولو مشهور شرکت ویسټرن یونین پریکړه کړې چې وروسته له دوه اونیو بندېدو یو ځل بیا افغانستان کې خپل خدمتونه پېل کړي.

دغه شرکت وایي چې د جمعې له ورځې (سپتمبر ۳) به د کابل په ځینو برخو کې خپل فعالیتونو ته دوام ورکړي، او پيرودونکي کولی شي له نورو هېوادنو افغانستان ته پیسې راولیږي.

د یوې اعلامیې خپرولو په ترڅ کې ویسټرن یونین تایید کړې چې پېرودونکي د ۲۰۰ بېلا بېلو هېوادونو څخه کولی شي افغانستان ته پیسې راولیږي چې تر ۱۷ سپتمبر پورې به یې هیڅ ډول بدیل فیس نه ترې اخیستل کیږي.

اعلامیه زیاتوي چې پیرودونکي یا مشتریانو ته به په افغانستان کې ډالر یا افغانۍ دواړه ورکول کیږي، خو ددې انتخاب باید لیږدونکی کس وکړي.

ویسټرن یونین وایي، د اوسمهال لپاره د کابل په ځینو برخو کې خپل خدمتونو ته ادامه ورکوي، چې سوکه سوکه به نورو ولایتونو ته هم وغځیږي.

د اعلامیې په پای کې یاد شرکت واضحه کړې چې د افغانستان څخه نورو هېوادونو ته د پیسو په لیږد لا هم بندیز دی او څوک نشي کولی پيسې ولیږي.

په اسیا، اروپا، منځني ختیځ او افریقا کې د ویسټرن یونین مشر ژان کلود فراه ویلي، د بانکونو پرانېستل او په افغانستان کې د امریکا له لوري افغانانو ته د بشردوستانه مرستو رسولو لپاره پر دوی فشار دېته اړ کړي چې خپل خدمتونه پېل کړي.

د نړۍ تر ټولو ستر د پيسو د لیږدولو شرکت ویسټرن یونین دوه اونۍ وړاندې په داسې حال کې خپل خدمات وځنډول چې طالبانو کابل ونیوه.

خو اوسمهال هېواد کې په ځانګړي توګه پلازمینه کابل کې امنیتي وضعیت نرم شوی چې له امله یې بانکونو او د پيسو د لیږد شرکتونو په راتلونکو ورځو کې د پرانېستو پریکړه کړې ده.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx