نظــر

د خپلواکۍ ګټلو يوه بله ورځ!

مولوي فاروق غلجی

الله اکبر ولله الحمد.

پاکه لويه خدايه!
تا لره بې حد و انتها ستاينه ده چې موږ افغان ولس دې له تېرو سلو کلو راهيسې په دريم ځل خپلواکۍ ګټلو هم ونازولو. موږ دې په ګردو نړيوالو کې سر لوړي او توريالي معرفي کړو او ټولو ته دې ور وښووله، چې ګورئ دې ملت سره نور غرض مه لرئ.

لويه څښتنه!
تا يو ځل بيا د نړۍ کبرجنو زورواکو ته خپل بې شانه قدرت ورڅرګند او هغوی ته دې عملاً دا درس ورکړ چې څرنګه د يو کمزوري ټولګي په لاس تر هر چا ډېر اسباب لرونکي مغرور لښکر ته شرموونکې ماتې ورکولی شې!

قادره خدايه!
تا بې شکه موږ ته څو څو ځله د يرغلګر دښمن د شړلو او خپلواکۍ ګټلو ځواک رابښلی دی، خو دا ځل په خورا زيات ټينګار او زاريو له تا نه د خپلواکۍ د ساتلو توفيق هم غواړو. ځکه موږ سخت ويريږو چې دا ګټل موږ ته د تېر په شان يو ځل بيا د لوی پېغور او شرمېدلو سبب نه شي.

نو پاکه خدايه!
ته مو په خپل فضل و کرم سره له خپل منځي اختلافه وساتې، له بې عدالتۍ او عياشۍ مو وساتې او د کبر او لويي خيالات مو له ذهنه وباسې.

يا الله!
موږ وينو چې دښمن له ميداني جګړې په څټ شو، خو زموږ پر خلاف او ستا د دين پر خلاف له دسيسو جوړلو به هيڅکله او په هيڅ صورت لاس وانخلي، نو ای خير الماکرينه ذاته! موږ د هغوی له شيطاني فريبونو هم وژغورې او يوازې همدا ته يې هر ډول پلانونه شنډولی شې!

لويه خدايه!
پر موږ نوره لورينه هم وکړې او لکه چې د بې ساريو کړاوونو او مصايبو د زغملو توان او صبر دې راکړی او زموږ په مټو کې دې له دښمن سره د مقابلې ځواک اچولی و، همداسې مو په دماغونو او ذهنونو کې د هغوی د شومو پلانونو او خطرناکو دسيسو د کشفولو او شنډولو وړتيا هم راپيدا کړې.

موږ په کلکه باوري يو چې دا دی دښمن مو نن د ښکاره جګړې له ميدانه ووتو او تر دې وروسته د پېريانو شنې جامې اغوندي او له هغو خواوو ګوزارونه کوي چې زموږ به هيڅ ور پام نه وي. يا به زموږ د هغو کسانو په سپږمو ورننوځي چې لا ړومبی يې ډېر څه پرې چوف کړي دي.

نو پاکه ربه!
موږ اعوذ بالله وايو او يوازې ستا خوا کې پنا غواړو.

يا الله!
موږ ته د خپلواکۍ دغه ورځ بختوره کړې او د دښمنانو له هر ډول فساد او شرارته مو په امان کړې.

اللهم آمين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد علی جان

مولانا غلجئ صاحب اسلام علیکم ورحمتہاللہ وبرکاتہ ! اللہ ج داسلام خدمت دپارہ اوژد عمر درکی۔
مختصرخبرہ می داکولہ۔ چہ کلہ د یوچا نہ پوشتنہ وسی چہ یو دھشتگردیا خودکش راغے دھماکہ ئ وکڑہ۔ تہ سہ فکر کوے چہ ھغہ حلیہ سہ ڈول وہ؟
ھغہ جواب داوی چہ ژیرہ ئ وہ اوژدے چنڑے او تور پٹکائ/دستار ئ وو۔
دا نہ وائ چہ شنے سترگے سور سپیرہ مخ ئ وو۔
دا خلق غربی میڈیا نہ متاثر دی۔ بائید دغہ موضوع پہ پام کی وساتئ۔
وسلام اللہ ج مل اوسہ۔
محمدعلی جان

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx