ورزش

افغان نولس کلنو لوبډله د پاکستان له لارې بنګلدیش ته روانه شوه

نن ټکی اسیا (پنحشنبه، ۱۱ وږي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ نولس کلنو څخه کم عمره ملي لوبډله د بنګلدیش پر وړاندې سیالیو لپاره د پاکستان له لارې دغه هېواد ته روانه شوه.

د افغانستان او بنګلدیش نولس کلنو کم عمره لوبډلو ترمنځ به پنځه یو ورځنۍ او یوه څلور ورځنۍ لوبې ترسره شي.

افغان نولس کلنو لوبډله د کابل هوایي ډګر بندېدو له کبله د طورخم پولې له لارې د پاکستان پېښور ښار ته رسېدلې چې سبا د جمعې په ورځ به اسلام اباد، له هغې ځایه کراچي ښار او بیا بنګلدیش ته لاړه شي.

د افغان نولس کلنو لوبډلې مشر روزونکي رئيس احمدزي پېښور کې جیو نیوز سره د خبرو پرمهال ویلي چې د ۱۹ کسیزې لوبډلې ترڅنګ دوی سره ۷ رسمي کارکوونکي هم شامل دي.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې نولس کلنې لوبډلې د راتلونکو لوبو لپاره په پلازمینه کابل کې درې پړاوه روزنیز کمپونه ترسره کړي او له غوره چمتو والي سره به د سیالې لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

دا په داسې حال کې چې په افغانستان کې د روانو حالاتو له کبله د افغانستان او پاکستان ملي لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو سیریز راتلونکي کال ته وځنډېده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx