نظــر

په افغانستان کې د امریکا شل کلن اشغال ته کتنه

احمدشاه راشد
د پوهنتون استاد

پوره شل کاله وړاندې د سپټمبر په یوولسمه نېټه د القاعدې ډلې نولس غړیو د یونایټډ او امریکن هوایي شرکتونو ۴ الوتکې برمته کړلې او د امریکا پر نیویارک او واشنګټن ښارونو یې بریدونه وکړل. چې د دې بریدونو په پایله کې شاوخوا ۳۰۰۰ کسان ووژل شول او همدا بریدونه په افغانستان کې د امریکا د جګړې د پیل یوه مهمه پلمه وګرځېده، چې له امله یې امریکا پر افغانستان برید وکړ او لسګونه زره سرتېري یې له ترهګرۍ سره د مبارزې تر نوم لاندې افغانستان ته راولېږل.
په افغانستان کې د امریکا له لوري د پیل شوې جګړې ۲۰ کاله پوره شول؛ او د ۲۰۲۰ م کال د فبرورۍ په ۲۹ مه نېټه د افغانستان د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د اوږدو خبرو په پایله کې په دې وتوانېدل چې د افغانستان د اشغال د پای لپاره هوکړې ته ورسیږي او امریکا د ۲۰۲۱ م کال د اګسټ میاشتې په ۳۱ مه نېټه د خپل آخري سرتیري په وتو سره په افغانستان کې خپل اشغال پای ته ورسولو او اسلامي امارت د افغانستان بشپړ واک په خپل لاس کې واخیست او دا ورځ د امریکا په تاریخ کې یوه توره ورځ او د افغانانو لپاره د ویاړ ورځ وبلل شوه.د سپټمبر ۱۱مې له پېښې را وروسته پر افغانستان د امریکا د برید څرنګوالی، په افغانستان کې د امریکا جګړه او دا چې په ټوله کې د سپټمبر ۱۱مې له پېښې را وروسته په افغانستان کې امریکا د جګړې له امله د اوښتو مالي او ځاني تاوانونه؟ او په افغانستان کې د امریکا ماتې هغه موضوعات دي، چې دلته مو بحث پرې کړی دی.

پر افغانستان د امریکا برید:
د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال یو شمېر عرب وګړي په افغانستان کې مېشت وو او له افغان مجاهدینو سره یې په بېلابېلو برخو کې مرستې کولې. د طالبانو د اسلامي امارت د جوړېدو پر مهال هم، ځینې عربان، د اسامه بن لادن او د ده د ملګرو په شمول، په افغانستان کې مېشت وو، چې له طالبانو وړاندې د استاد رباني حکومت پناه ورکړې وه. اسامه بن لادن هغه څوک و، چې پر سر یې د طالبانو او امریکا ترمنځ شخړې پیدا شوې او په ۱۹۹۸م کال کې څو ځله د امریکایانو له‌خوا پر افغانستان توغندیز بریدونه هم وشول؛ خو څه کم درې کاله وروسته کله چې په امریکا کې د سپتمبر ۱۱مې پېښه رامنځته شوه، یو ځل بیا د اسامه پر سر جنجال زور واخېست.د امریکا د هغه مهال ولسمشر”جورج ډبلیو بش” له طالبانو څخه د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر په ۲۰مه وغوښتل چې دوی ته د القاعدې ټول غړي وسپاري، ټول بهرني بنديان خوشې کړي، د وسله‌والو جنګیالیو روزنیز مرکزونه وتړي او امریکا ته د “ترهګرو” د ټرېنېنګ مرکزونو ته لاره ورکړي، څو دوی هلته خپلې څېړنې وکړي؛ خو طالبانو د امریکا دغه وړاندیزونه رد کړل او په ځواب کې یې وویل چې امریکا په دې پېښه کې د اسامه د ښکېلتيا هېڅ ډول ثبوت نه لري.

که څه هم وروسته طالبانو امریکا ته وړاندیز وکړ چې دوی چمتو دي، څو اسامه پاکستان ته وسپاري او هلته محکمه شي؛ خو دغه وړاندیز د پرویز مشرف له لوري رد شو. دغه راز د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر پر ۷مه طالبانو يو ځل بیا وړانديز وکړ، چې دوی چمتو دي په افغانستان کې دننه په يوه محکمه کې پر اسامه پرېکړه وکړي. خو په همدې ورځ امریکایانو پر افغانستان هوایي بریدونه پیل کړل او روانه خونړۍ جګړه يې پيل کړه.

په افغانستان کې د امریکا حضور:
امریکا ظاهراً دا وېلې چې دوی په افغانستان کې د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره راغلي دي او اصلي موخه یې د القاعدې ډلې د مشر اسامه بن لادن له منځه وړل دي خو په تآسف سره باید ووایم چې دوی دلته په افغانستان کې د واک چارې هغه تش په نامه افغانانو ته وسپارلې چې دوی د افغانستان سره هېڅ ډول خواخوږي نه درلوده او دلته یې هسې په نامه د ډېموکراسۍ نمایشي کارونه تر سره کول د تېرو شلو کلونو په جریان کې ۴ وارې ټاکنې تر سره شوې، په ټاکنو کې بریا د هغه چا وه چې امریکا به غوښته د خلکو رایو ته هېڅ نوع توجه نه کېده هسې د ملت او نړېوالو د غلطولو لپاره به یې تش په نامه ټاکنې تر سره کړلې د ترهګرو په نامه یې ډېری افغانان ووژل او یا یې هم په افغانستان یا هم د ګوانتانامو په زندانونو کې بې دې کوم موجه دلیل څخه بندیان کړل، په دې دوران کې د افغانانو په دین، مذهب، قوم، ژبه ملنډې ووهل شوې او د یو خاص قوم تورن کېدل په دې چې دوی ټول ترهګر دي سخت ظلمونه یې پر وړاندې تر سره شول، فساد، بې کاري، اقتصادي ستونزې، ظالم حاکمان، بې کفایتي او د کپېټلېزم سیستم تقویه کول هغه داسې چې د بیت المال هر څه د یو څو ډلو په لاس کې ورکړ، نور ملت له لوږې سره مخ و هېڅ نوع خدمات چې باید تره سره شوي وی تر سره نه شول هر څه نمایشي وو ښه بېلګه یې د کابل په میدان هوایي کې د صفر یو او امریکایانو له لوري د بیت المال د شیانو له منځه وړل وو چې دا ثابتوي چې امریکایان افغانستان ته د آبادۍ او سوکالۍ لپاره نه بلکې د خپلو شومو موخو د تر لاسه کولو لپاره راغلي وو.

د شل کلن اشغال مالي او ځاني تاوانونه:
ظاهراً پر افغانستان د امریکا برید له “ترهګرۍ” سره د مبارزې تر نامه لاندې وشو؛ خو د شل کلونو په تېرېدو نه یوازې دا چې “ترهګري” ختمه نه شوه، بلکې په افغانستان کې نورې بېلابېلې وسله‌والې ډلې هم را پیدا شوې. جګړې ورځ تر بلې زور واخیست او پر ښکېلو لورو سربېره لسګونه زره عامو افغانانو ته هم په‌کې مرګ‌ژوبله واوښته.

په ټوله کې د شلو کلونو په تېرېدو سره په افغانستان کې د امریکا د جګړې پایلې په لاندې څو ټکو کې بیانولی شو:
لومړی؛ پر افغانستان د امریکا له برید وروسته د شلو کلونو په تېرېدو نه یوازې چې دوی په دې جګړه کې بر لاسي نشول بلکې امریکا، متحدین او په کابل کې د دوی له لوري د حاکم حکومت د سقوط او د افغانستان د شل کلن اشغال د پای سبب شول. او د تېرو شلو کلونو د جګړې په جریان کې ملکي وګړو، د اسلامي امارت مجاهدینو، د امریکایانو له لوري د کابل حکومت طرفدارو ځواکونو، امریکا او متحدینو څخه زرګونه کسان وژل شوي دي، په دې لړ کې د امریکایانو او متحدینو له لوري د افغانانو په ودونو، مسجدونو، جنازو، کورونو، غونډو، درندې او ړندې بمبارۍ تر سره شوي دي، د افغانستان په جګړه کې د ښکېلو خواوو له لوري د جګړې اصولو ته نه پاملرنه، ړندې بمبارۍ او په ټولیز ډول قصداً د وحشت خپرول، هغه څه دي چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې زياتوالي ته یې لاره هواره کړې وه.

دویم؛ د طالبانو د رژیم له سقوط وروسته، افغانستان کې د امریکا په رهبرۍ د نړیوالو ځواکونو له لوري د نوي نظام بنسټ کېښودل شو؛ یاد نظام د اول سره یې تهداب د قومونو، ژبې او سمت په خلکو ووېشل شولو او د تېرو شلو کلونو په جریان کې د فساد، د چارواکیو بې کفایتي، د واک انحصار، چور چپاول، ملي او دیني ارزښتونو له پښو لاندې کولو پرته بل هېڅ کار تر سره نکړ او افغانستان به تل د نړۍ د فاسدو هېوادونو په اول قطار کې قرار درلود.

درېیم؛ افغانستان ته د نړیوالو ځواکونو له راتګ سره، ۲.۲۶ټرېلیون ډالر هم دغه هېواد ته راغلل؛ خو د مشخصو کړیو او کسانو جیبونه ترې ډک شول. اوس شاوخوا ۷۰ سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، دغه راز نږدې دوه میلیونه افغانان چې د کار کولو په شرایطو برابر دي، بې‌کاره دي او په تېرو څو کلونو کې سلګونه زره لوستي او نالوستي افغان ځوانان د بې‌کارۍ له کبله بهرنیو هېوادونو ته کډوال شول، چې ډېر یې له رسېدو وړاندې د سختو او مرګونو لارو له کبله د مرګ کندو ته ولوېدل که چېرې د پیسو اندازې او د وخت ته وکتل شي هغه څه چې اړتیا وه پراختیایي، زېربنایي، تعلیمي، روغتیایي او په ټوله کې د ټولنې د پرمختګ لپاره نه دي تر سره شوي خو بیا هم ځیني داسې برخې شته چې په هغه کې یو څه اندازه کار تر سره شوی دی.

څلورم؛ څه هم لا معتبره نړیوالو مراجعو خپلې وروستۍ شمېرې نه دي خپرې کړي، خو اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس څو ورځې مخکې په افغانستان کې د وژل شوېو کسانو شمېر په لاندې ډول خپور کړی و:

وژل شوي امریکایي عسکر: ۲۴۴۸ په دې ډله کې د اګسټ د ۲۶مې په چاودنه کې ۱۳ وژل شوي امریکایي عسکر نه دي حساب شوي.
وژل شوي امریکایي قراردادیان: ۳۸۴۶
وژل شوي افغان ملي اردو او پولیس: ۶۶ زره کسان
وژل شوي نور متحدین، د ناټو د نورو غړو په شمول: ۱۱۴۴
وژل شوي افغان ملکیان: ۵۱۱۹۱ ‘د اګسټ د ۲۶مې نږدې ۱۷۰ تنه په کې نه دي شمار شوي.
وژل شوي مرستندویه خلک: ۴۴۴
وژل شوي خبریالان: ۷۲

همدا ډول د افغانستان د اسلامي امارت د مجاهدینو د شمېرو په اړه څه نه دي ویل شوي ممکن د هغې په اړه خپله د اسلامي امارت اړوندې ادارې یې شمېرې شریکې کړي.

د امریکا د شل کلن اشغال پای:
د امريکا وروستۍ پوځي الوتکه د دوشنبې پر شپه د وږي پر اتمه د کابل له هوايي ډګره ووتله او په افغانستان کې د امريکا شل کلنه جګړه او حضور پای ته ورسېد. د افغانستان اسلامي امارت د امريکا وروستي سرتېري له وتلو سره هممهاله د خوشالۍ ډزې وکړې او دا ورځ يې تاريخي ياده کړه.له دې سره سم د امريکا دفاع وزارت ويلي، چې د تخليې عمليات هم پای ته ورسېدل. په دغه بهير کې ۱۲۳ زره بهرني وګړي، هغه افغانان چې له امريکايانو سره يې دنده درلوده او د دوی په اند چې آسيب‌پذيره و، له افغانستانه ایستل شوي دي.تر دې مخکې د امريکا ولسمشر جو بايډن په افغانستان کې د امريکا د حضور د پای نېټه د اګسټ ۳۱ اعلان کړې وه، خو امریکايي ځواکونه يو ورځ مخکې له کابله ووتل. -C۱۷ د امريکا وروستۍ نظامي الوتکه وه، چې افغانستان کې د امريکا سفارت سرپرست راس ويلسون او يو نظامي قوماندان يې له کابله وويستل د امريکا تر ملاتړ لاندې د محمداشرف غني حکومت د زمري پر ۲۴ سقوط وکړ. له دغه سقوط وروسته امريکايي ځواکونو او متحدانو يې د کابل هوايي ډګر کنټرول واخيست او د تخليې عمليات يې پيل کړل.

زرګونه کسان د وتلو په موخه پر هوايي ډګر ورمات شول.د وږي پر څلورمه هوايي ډګر کې د خلکو په منځ مرګونې چاودنې وشوې، چې په پايله کې ۱۷۰ تنه د ۱۳ امريکايي سرتېرو په شمول ووژل شول. د دغه بريد مسوولیت داعش ومانه.د امريکا د مرکزي قوماندانۍ رييس کنت مکنزي چې افغانستان کې د امريکايي سرتېرو مسووليت يې هم درلود ويلي، د تخليې بهير سره سم په افغانستان کې د امريکا ۲۰ کلن ماموريت، چې د يوولسم سپټمبر څخه يو څه مخکې ده، پای ته ورسېد.د کنت مکنزي په خبره، په دغه ماموريت کې له ۸۰۰ زرو زياتو امريکايي سرتېرو او ۲۵ زره ملکي کسانو په افغانستان کې کار کړی دی. نوموړي په تېرو شلو کالو کې په افغانستان کې د امريکا د ملکي او نظامي تلفاتو شمېر څلور زره او ۶۱۲ تنه ياد کړ.

همدارنګه نوموړي ويلي، چې په دغه ماموريت کې ۲۰ زره نور ټپيان شوي دي.د امريکا ولسمشر جو بايډن هم ويلي، چې تېرو ۱۷ ورځو کې امريکايي سرتېرو د لېږد ستر هوايي عملیات وکړل. بايډن هم ويلي، چې په افغانستان کې د امريکا ۲۰ کلن پوځي ماموريت پای ته ورسېد. په کابل او په نورو ګڼو ولایتونو کې افغانانو د امریکا د ماتې او شل کلن اشغال د پای ورځ په شاندارو مراسمو سره ولمانځله او یاده ورځ یې د افغانستان په تاریخ کې یو له مهمو او د ویاړ نه ډکه ورځ یاده کړه او په افغانستان کې یې د امریکا ماتې د وخت د شوروي اتحاد له ماتې سره یو شان وبلله او نړۍ یې د امریکا له شر نه خلاصه یاده کړله او د اسلامي امارت له مشرانو څخه یې غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د اسلامي، او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان لپاره دې خپلې هڅې وکړي او یو ټول‌منلی حکومت دې رامنځته کړي.

پایله:
د سپټمبر یوولسمې بریدونو د امریکا له پولو هاخوا، پر نړۍ او ځانګړي ډول پر افغانستان، داسې ناوړه اغیزې لرلې دي، د دغو بریدونو له امله د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د امریکا او ځینو نورو پوځي قدرتونو لاسوهنو ته ښه پلمه برابره شوه، چې له امله یې په افغانستان، عراق، سوریه، لیبیا… کې سلګونه زره انسانان د جګړې په اور کې لولپه شول.په افغانستان کې د امریکا له جګړې د شلو کلونو په تېرېدو او له امریکا څخه د اخستلو وروسته اوس‌مهال ډیری شنونکي په دې باور دي، چې امریکا افغانستان ته د خپلو ستراتیژیکو او اوږدمهالو سیمه‌ییزو ګټو ترلاسه کولو لپاره راغلې وه او د سپټمبر ۱۱ مې پېښه هم تر ډېره له همدې موخو سره تړاو درلود خو د اسلامي امارت د سرسپارلو مجاهدینو نه هېرېدونکو قربانیو په پایله کې دوی اړ شول چې دوي خپلو شومو موخو د تر لاسه کولو کې ناکام او له افغانستان نه یې ایستلو ته اړل کړل.

په ټوله کې د سپټمبر ۱۱مې له پېښې وروسته، پر افغانستان د امریکا برید د دغه هېواد د تر ټولو اوږدې بهرنۍ جګړې پیلامه شوه. د شلو کلونو په تېرېدو او د اسلامي امارت د مجاهدینو سخت مقاومت په پایله کې امریکایان دې ته اړل کړل چې د خپلې ماتې د پټولو لپاره له اسلامي امارت سره خبرې وکړي او د افغانستان اشغال ته د پای ټکی کېږدي چې دا چاره د افغانستان اسلامي امارت شل کاله وړاندې د خبرو اترو وړاندیز امریکایانو ته کړی ؤو خو دوی د خپل تکبر له امله د خبرو پر ځای د جګړې لاره غوره کړه چې د شلو کلونو سختو جګړو وروسته دوی خپله ماتې ومنله او د افغانستان اسلامي امارت سره یې د خبرو اترو وړاندیز وکړ او د یو کال خبرو اتر وروسته د ۲۰۲۱ م کال د اګست میاشتې په ۳۱مه نېټه له افغانستان څخه ووتل. او افغانستان په تېرو څه باندې سلو کلونو کې دا درېیم ځل دی چې د نړۍ د وخت ابر قدرت ته په خپله خاوره کې ماته ورکوي او آزادي تر لاسه کوي. دا درېیم ځل دی چې افغانان یې نړۍ زبر ځواکونو ته ښیي چې د نړۍ هېڅ قدرت نشي کولای چې افغانستان په زور ونیسي او د خپلې خوښې حکومت یا هم قانون چې دوی غواړي هغه پرې پلی کړي نو افغانان په بار بار د نړۍ له هېوادونو سره د ښو اړیکو او په افغانستان کې د خپلو افغانانو په خوښه د نظام پلوي دي نو له نړۍ مو هيله ده چې د افغانانو ارادې ته درناوی ولري او افغانان پرېږدي چې خپل نظام خپله جوړ کړي او افغانان تل د سیمي او نړۍ له هېوادونو د ډېپلوماسۍ، د اقتصادي همکارۍ باندې ټينګار کړی اوس بیا هم زمونږ غوښتنه د سیمې او د نړۍ له هېوادونو دا ده چې مونږ سره د افغانستان په رغونه او آبادۍ کې همکاري وکړي په ملکي برخه کې دې مونږ د ته همکارۍ لاس راکړي او دا غوښتنه مو له امریکا هم ده په ټوله کې افغانان هغه نظامونه چې د دوی له دین او مذهب سره په ټکر کې وي هېڅ وخت نه مني چې په تېرو سلو کلونو کې دا درېیم ځل دی چې د دوی د داسې نظامونو سره مخالفت کوي او په پایله کې یې له منځه وړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx