ټولنیزه برخه

زرپارې «۴۵ مه برخه»- د مامون له حکمته ډکه خبره

ليکوال: مولانا مفتي محمد تقي عثماني
ژباړه: احمد ګل ريان

د مأمون له حکمته ډکه خبره:
عبدالله بن طاهر وايي چې يوه ورځ مأمون رشيد سره ناست وم، خپل خادم ته يې غږ کړل:
وا هلکه! خو چا ځواب ورنکړ. دوهم ځل يې غږ کړ، يو ترکی ځوان راغی او په تنده لهجه يې وويل: څه وخت چې ستا څخه لرې شو، نو ته وا هلکه! نارې شروع کړې، اخر تر څو به وا هلکه! وا هلکه! غږونه اورو.
مأمون د دې خبرې په اورېدو سر ښکته کړ، تر دې چې زما يقين شو چې اوس به د دې هلک د قتل امر راته وکړي، خو له لږ وقفې وروسته يې راته وويل:
عبدالله! که څوک د خپلو اخلاقو ښه کولو کوښښ کوي؛ نو د خادمانو اخلاق يې خرابيږي او که د چا خپل اخلاق خراب شي؛ نو له خادمانو يې خوش اخلاقه خلک جوړيږي، مګر موږ داسې نه شو کولی چې د خپلو خادمانو د اخلاقو ښايسته کولو لپاره خپل طبيعت او اخلاق خراب کړو. (محمد بن محمد: اليواقيت العصرية ص: ۱۴۲، مصطفی البابی، مصر ۱۳۴۹ هـ ق)

له دې خوندونو سړی نه خواتوری کيږي
مأمون رشيد يوه ورځ حسن بن سهيل ته وويل:

چې د دنيا په ټولو لذتونو مې فکر وکړ، پوه شوم چې هر لذت داسې دی چې يو نه يو وخت انسان ترې خواتوری کيږي، خو اووه لذتونه شته چې انسان نه ترې خواتوری کيږي، لکه د غنمو ډوډۍ، د اوزې غوښه، يخې اوبه، نرم لباس، خوشبو، پنډه او نرمه بستره او هر ډول ښايست ته کتل.
حسن بن سهيل ورته وويل: اميرالمؤمنين! يو شی درڅخه پاتې شو، او هغه له خلکو سره خبرې کول دي، مأمون هم دا خبره ورسره تائيد کړه.

(پورتنۍ حواله)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x